Language

د پکتيکا ولايت مقام لپاره د ودانۍ  جوړېدو چارې پيل شوې

ښرنه(پژواک،٤غويى٩٦): د ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت د پکتيکا د ولايت مقام لپاره د ودانۍ  جوړېدو چارې پيل شوې.

د غويي په ٤مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې د دې ودانۍ پيسې د ښارجوړونې وزارت له لوري ورکول کيږي او چارې به يې د يو کال په موده کې بشپړې شي.

هغه وويل چې دا مهال د دې ولايت يو شمېر رياستونه خپلې چارې په کرايي کورونو او يا هم مارکېټونو کې پرمخ وړي چې د نوې  ودانۍ په جوړېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.

که څه هم وحدت وويل چې دغه نوې ودانۍ په درېيو پوړونو کې جوړيږي خو زياته يې کړه چې په دې ولايت کې د دولتي ادارو لپاره د ١٦ ودانيو د جوړېدو اړتيا ليدل کيږي.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د تخنيکي سکتور رييس واصف الله واصفي وويل چې په دې ولايت کې ګڼې دولتي ودانۍ د جګړو له امله نړېدلې دي او يا هم زيانمنې شوې دي.

هغه زياته کړه: (( دغه ټولې ودانۍ يا بېرته جوړولو او يا هم ترميم ته جدي اړتيا لري.))

واصفي وايي چې د يادو ودانيو د جوړېدو پلانونه يې په پلازمېنه کابل کې له اړوندو ادارو سره شريک  کړي دي.

ده وويل چې تر دې وړاندې د ځاى د نه شتون له امله د ګڼو ادارې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ وې، خو د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به تر يوه حده دغه ستونزه هواره شي.

په دې ولايت کې يوتن دولتي کارکوونکي محمدالدين پژواک ته وويل: (( د دې نوي تعمير په جوړېدو سره به مو کارونه منظم شي او خپل مشخص دفتر به پيدا کړو.))

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې په پکتيکا کې د اداري فساد له امله د يو شمېر پروژو چارې نيمګړې پاتې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.