ښرنه(پژواک،٤غويى٩٦): د پکتيکا د برمل اوسېدونکي وايي چې پاکستانيو ملېشه و په دې ولسوالۍ کې د جلغوزيو د ونو وهل پيل کړي دي.
په برمل ولسوالۍ کې د وزيرو قوم د شورا مشر قدرت الله د غويي په٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو ورځو راهيسې پاکستانيو ملېشه و د خدر غره په سيمه کې د جلغوزيو د ونو وهل پيل کړي دي.
هغه زياته کړه: (( د خدر غره په سيمه کې پخوا امريکايي او افغان ځواکونو يوى لوى کمپ جوړ کړى وو، خو کله چې امريکايان لاړل، نو دغه کمپ يې پاکستانيانو ته پرېښوده اوس هغوى په کې ديره دي.))
قدرت الله وايي چې پاکستانيو ملېشه و له خلکو غوښتنه کړې وه چې د همدې غره په لمنه کې ولاړې ونې ووهي، خو خلکو د نه ځواب ورکړ چې وروسته بيا خپله پاکستانيانو د ونو وهل پيل کړل.
دغه راز د برمل د تندې مرغه د کلي اوسېدونکي محمد کريم هم پژواک ته وويل چې پاکستانيو ملېشه و په دې ولسوالۍ کې د ونو وهل پيل کړي دي.
هغه وايي: (( د خلکو يوازينى عايد له همدې ونو څخه دى که پاکستانيان دا ونې و وهي نو خلک به ډير تاوان وکړي.))
د همدې ولسوالۍ بل قومي مشر سيد نواز پژواک ته وويل چې د پاکستانيو ملېشه و له لاسه ددې سيمې خلک په ډيرو ستونزو کې دي.
هغه وايي: (( موږ خو تش لاس يو ځواب يې نه شو ورکولاى، خو حکومت يې بايد ځواب ورکړي که حکومت هم چوپه خوله پاتې کيږي، نو بيا موږ خپله تصميم نيسو.))
يادو کسانو پر حکومتي چارواکو ټينګار وکړ چې هرڅه ژر بايد د پاکستان د يادې کړنې مخه ونيسي.
دغه راز د برمل ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې پاکستانيو ملېشه و د جلغوزو د ونو وهل پيل کړي دي.
د هغه په وينا، تر هغه چې حکومتي چارواکو امر نه وي کړى دوى نه شي کولاى په دې برخه کې کوم ګام پورته کړي.
خو په پکتيکا کې حکومتي چارواکو د يادې موضوع په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP