مزارشريف (پژواک، ٥ غويى ٩٦): د بلخ والي عطاء محمد نور وايي چې افغانان د طالب او داعش تر منځ د دوو وحشتونو تر منځ ګير دي.
نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ٥مه په مزار شريف کې هغې لويې غونډې ته وکړې چې پر شاهين قول اردو د وسله والو طالبانو د بريد پر ضد جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ځايي چارواکو تر څنګ د ولايتي شورا غړو، علماوو، ځوانانو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.
د بلخ و الي زياته کړه، طالبان له داسې ځاى څخه دستور اخلي چې خپله نوکر دى او په فساد کې ککړ هېواد دى.
هغه د کوم هېواد نوم وا نه خيست، خو اشاره يې پاکستان ته وه.
نور طالبانو ته په اشارې سره وويل، دوى له هغه هېواد (پاکستان) څخه دفاع کوي چې هغوى شرعي او اسلامي قانون نه لري او د پخواني انګرېز او اوسنيو استعمارګرانو نوکران دي.
د بلخ والي د ډيورنډ فرضې کرښې پورې غاړه ملايانو ته په خطاب کې وويل چې هغوى په افغانستان کې د جهاد اعلان کوي، خو په خپل هېواد کې د فحاشۍ د اډو او په سينماګانو کې د بربنډو فلمونو ښودلو په اړه هېڅ نه وايي.
د عطاء محمد نور په وينا، پاکستاني ملايان له دې امله د اسلام ضد کړنو په اړه څه نه وايي چې د هغوى په وينا، د امنيت ساتل فرض دي.
ده زياته کړه: ((پاکستاني ملايان په افغانستان کې د يوه داسې بېچاره مجاهد ملت لپاره شريعت غواړي، چې ټول عمر يې جهادونه او هجرتونه کړي او اسلام يې پر ځان بشپړ عملي کړى دى.))
د بلخ والي وويل، د پاکستان په ګډون يو شمېر هېوادونو نه يوازې د مجاهدينو د حکومت ملاتړ ونه کړ، بلکې د پرځولو لپاره يې هڅې وکړې.
د هغه په وينا، له همدې امله افغانستان د طالب، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر مرکز بدل شو.
ده زياته کړه: ((پرون يې راته طالب جوړ کړ، نن يې سپين بيرغ پر تور بدل او تقلبي داعش يې جوړ کړ.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP