ښرنه (پژواک، ٦ غويی ٩٦): په پکتيکا کې قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې د شاهين قول اردو د پېښې د غچ اخيستو لپاره چمتو دي خپل اولادونه د ملي ځواکونو په ليکو کې داخل کړي.
وسله والو طالبانو د تېرې جمعې د لمانځه پر مهال په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو پر قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې تر ٢٠٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د اړوندې موضوع په اړه په مرکز ښرنه کې د غويي په ٦مه د قومي مشرانو او مدني ټولنو ګډه غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب ميرزا خان وويل چې په بلخ ولايت د شاهين قول اردو وروستې پېښې د دغه ولايت خلک سخت غمجن کړي دي.
هغه زياته کړه: ((زه حاضر يم د دې پېښې د غچ اخيستو لپاره خپله پنځه زامن د ملي ځواکونو په ليکو کې داخل کړم.))
ميرزا خان تور پورې کړ چې د افغانستان په روانه جګړه د پاکستان استخباراتي اداره لاس لري چې بايد حکومت يې مخه ونيسي.
دغه راز بل قومي عبدالمنان هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه د دغه ولايت ټول خلک چمتو دي چې له ملي ځواکونو سره يو ځاى شي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د امنيت د ټينګښت په موخه دې په ځينو سيمو کې قومي مشرانو ته هم وسلې ورکړي.
په دې غونډه کې يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې.
د غونډې په پاى کې په پکتيکا کې د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي وويل چې يو شمېر افغانان د پرديو په لمسون د خپل هېواد امنيت له ګواښ سره مخ کوي.
ده له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه سره يو لاس شي.
د يادونې ده، د غونډې په پاى قومي مشرانو يو شمېر امنيتي سرتېرو ته ګلان هم په غاړه کې واچول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP