Language

غزني کې امنیتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

غزني ښار (پژواک، ٦ غويی ٩٦): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې او دواړه خواوې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

په غزنې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمدحنيف رضايي د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د قره باغ ولسوالۍ د عبدالله ګل په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي، شپږ طالبان او يو د ملي اردو سرتېرى ټپيان شوي دي.

رضايي وايي، د طالبانو ياد بريد پر شا تمبول شوى او شپږ بوشکه يې ماينونه او ځيني وسلې يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د عبدالله ګل سيمې یوه اوسېدونکي عزت الله هم پژواک ته وويل: ((نن سهار دوه درې ساعته زموږ په کلې کې د طالبانو او پوليسو تر منځ جنګ وشو.))

دى وايي چې اوسمهال سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او خلک نږدې نه ورپرېږدي.

وسله وال طالبانو هم ياده جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې نن سهار په عبدالله ګل سيمه کې طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې پوسته ويجاړه شوې او پنځه پوليس په کې وژل شوي خو طالبانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يو بل خبر له مخې، د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د طالبانو د چريکې بريدونو مسوول اسد کوچى وژلى دى.

ده وويل چې اسد کوچى ګڼ پوليس په غزني ښار کې وژلي وو.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.