Language

ولسمشر غني په پکتیکا کې په خپلو شخصي پیسو شپږ ښوونځي جوړوي

کابل (پژواک، ٦ غويی ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد په وروسته پاتې ولايت پکتيکا کې په خپلو شخصي پيسو شپږ ښوونځي جوړوي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام په ارګ کې د پکتيکا ولايت له مشرانو سره په کتنه کې وکړې.

په دې کتنه کې په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي محمود سليمانخېل د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.

هغه وويل چې په پکتيکا کې د ډېرو ولسواليو لارې له مرکز ښرنې سره تړلې او تر اوسه د پام وړ کومه پرمختيايي پروژه هم په کې نه ده پلې شوې.

هغه دا هم وويل چې د دغه ولايت اوسېدونکي د ښوونځيو او مخابراتو په برخه کې ستونزې لري چې بايد حل شي.

دغه راز په دې ناسته کې د دولت د چارو د انسجام مرستیال محمد هارون چخانسوري په راتلونکو درېيو کلونو کې په پکتیکا کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو د ۷۲ پرمختيايي پروژو په اړه معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، په هرو درېیو میاشتو کې به د دغو پروژو د تطبیق بهیر له اړوندو ادارو او وزارتونو سره تعقیب کړي.

د غونډې په پاى کې ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې د پکتيکا د امنيت د ټينګښت، د ولسواليو د لارو خلاصولو او مخابراتي ستونزو د حل په برخه کې به اړين اقدامات وکړي.

ولسمشر وويل چې ډېر ژر به د پکتيکا په شپږو ولسواليو کې د شپږو ښوونځيو د جوړولو چارې هم پيل شي.

هغه زياته کړه چې د دغو شپږو ښوونځيو مالي لګښت له خپلو شخصي پيسو څخه ورکوي.

د يادونې ده، دا مهال په پکتيکا کې د ٣٣٩ ښوونځيو له ډلې څخه ٢٦ يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.

خو خوشامند د پکتيکا هغه ولسوالۍ ده چې تر اوسه ښوونځى په کې نشته او ډېرى اوسېدونکي یې له قلم او کتابچې سره بلدتيا نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.