Language

یو طالب قوماندان وژل شوی او ۲۰ نور طالبان نیول شوي

محمودراقي- کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٦): امنيتي ارګانونو په کاپيسا ولايت کې د وسله والو طالبانو د يوه مهم قوماندان د وژلو او په کندهار کې د ٢٠ نورو وسله والو د نيولو خبر ورکړى دى.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قوماندان ملا مبارز نومېده او د تګاب ولسوالۍ د مبايانو سيمې اوسېدونکی و.

هغه زياته کړه چې ملا مبارز له تېرو دوولسو کلونو راهيسې په لسګونه کسان له حکومت سره د مرستې په تور وژلي دي.

يوسفزى وايي، نوموړى تېره شپه د تګاب ولسوالۍ د ماشړۍ په سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.

د نوموړي په وينا، لومړنيو څېړنو کې معلومه شوې چې کومې ډلې د غچ اخيستلو په موخه ملا مبارز وژلى دى.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت رياست ويلي چې ځواکونو يې په کندهار ولايت کې ٢٠ وسله وال مخالفين نيولي دي.

د ياد رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوي کسان له څلورو ډلو سره تړاو درلود چې د بهرنيانو په لسمون يې په کندهار ښار او څېرمه سيمو کې يې د ورانکاريو او نا امنيو کړنې ترسره کولې.

سرچينې ويلي، نيول شوو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او زياته کړې یې ده چې دوى ته په کندهار ښار کې د هدفي وژنو دندې سپارل شوې وې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.