Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي

جلال اباد- تالقان (پژواک، ٩ غويی ٩٦): په ننګرهار کې د بهرنيانو په ګډون د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي، بلخوا په تخار کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان هم وژل شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اچين ولسوالۍ په لته بند بازار او مامند درې سيمو کې افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر مهال ۲۰ داعش وسله وال وژلي دي.

هغه زياته کړه، داعش ډلې ته دا مرګ ژوبله د حمزه عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو وسله والو کې اکثريت يې بهرني جنګيالي دي.

د والي وياند ډاډ ورکړ چې په دغه برید کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د تخار ولايت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژل شوى دى.

د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال فقیر محمد جوزجاني د غويي نهمه پژواک ته وويل چې د طالبانو قوماندان ملا رحمت الله نن د یادې ولسوالۍ په چرسیانو پوسته کې د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوی دى.

جوزجان وايي چې له څو ورځو را په دېخوا طالبان په خواجه بهاءالدين کې په پرله پسې ډول د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کوي چې بېرته پر شا تمبول شوي.

د سیمې اوسېدونکي سهراب پژواک ته وويل چې  ملا رحمت الله د طالبانو یو سرګروپ و چې د امنیتي ځواکونو په پوستو د برید له امله و وژل شو.

د هغه په خبره چې دغه طالب قوماندان مخکې په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو یو سرتېری و چې درې میاشتې مخکې له خپلې وسلې سره طالبانو ته تسلیم شوی و.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو څرګندونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.