مزارشريف (پژواک، ١٠ غويی ۹۶): د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د حکمتيار ځيني وسله وال نه يوازې خپلې وسلې نه دي سپارلې، بلکې ويل کېږي حکومت نورې وسلې او پوځي وسايل هم ورکړي دي.
هغه پيغام چې د بلخ ولايت په مقام کې د غويي د اتمې په وياړ غونډه کې د بلخ د والي او د جميعت ګوند اجرائيه رييس عطامحمد نور د دفتر د رييس فيض مهرائين له خوا ولوستل شو، په کې راغلي وو چې له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې په تړاو د شوي هوکړه ليک ملاتړ يې کړی دی.
په داسې حال کې چې له شلو کلونو وروسته د حزب اسلامي امير انجنير ګلبدين حکمتيار په لغمان ولايت کې په رسمي ډول د يوې غونډې په ترڅ کې خبرې وکړې او د اوسني حکومت پر وړاندې هر ډول وسله والې هڅې وغندلې.
د بلخ والي په خپل پيغام کې ويلي، دوی ځکه د حکمتيار په مشرۍ د سولې له روانو هڅو ملاتړ ته هيله من وو چې له دې ډلې سره تړاو لرونکي جنګيالي به خپلې وسلې حکومت ته وسپاري.
د هغه په وينا، دغه چاره به د هغو سيمو پر امنيت مثبت اغېز ولري چېرې چې د دې ډلې اغېز ډېر دی.
خو عطامحمد نور اندېښنه ښودلې، داسې اوازې يې اورېدلې چې نه يوازې حزبي جنګياليو خپلې وسلې نه دې سپارلې، بلکې د حکومت له خوا ورته نورې وسلې هم ورکړل شوې دي.
په پيغام کې راغلي: ((اورېدلي مو دي چې د حزب اسلامي ډلې ته نوې وسلې او پرمختللي نظامي وسايط ورکړل شوي دي چې دا به د سولې روان بهير ته صدمه ورسوي.))
بلخوا د غويي د اتمې په ياد غونډه کې د پخوانيو عادي مجاهدينو له خوا د مجاهدينو د بري په نوم د دې ورځې نمانځنه نمايشي وګڼله.
د سيد مصطفی په نامه پخواني مجاهد د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له جهاد څخه د وسيلې په توګه کار اخيستل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP