کابل (پژواک، ١٠غويی ٩٦): که څه هم په تېرو څو کلونو کې د جګړې لپاره د ماشومانو د ګومارنې کچه ټيټه شوې ده خو اوس هم د جګړو په ليکو کې ماشومان تر سترګو کېږي چې دغه کار د انساني قاچاق بله بڼه ده.
په جګړو کې د ماشومانو استخدامول د انساني قاچاق يوه برخه ده او دغه کار د ماشومانو له راتلونکي سره ظلم او جبر دى.
د کورنیو له خبرولو پرته ځينو ماشومانو ته په هېواد دننه او ډېرو ته له هېواده بهر په ځانګړې توګه د پاکستان په مدرسو کې د ترهګرۍ زده کړې ورکول کېږي څو د افغان دولت پر وړاندې جګړه وکړي.
دغه راز په ډېرو هغو ديني مدارسو کې ماشومانو ته د دولت ضد زده کړې ورکول کېږي چې له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي او ډېرى وخت په دې ديني مدرسو کې پر ماشومانو جنسي تېري هم کېږي.
پژواک خبري اژانس هم په دې برخه کې له هغه ماشوم سره خبرې کړې چې د وسله والو طالبانو له لوري ځانمرګي بريدونو ته چمتو شوي وو.
عبدالحق د غزني ولايت اوسېدونکى دى او په پاکستان هېواد کې یې د ځانمرګي بريد روزنه لیدلې ده.
١٧ کلن عبدالحق وايي: ((راته ويل يې چې په داسې مرګ ځان مړ کړه چې ټول دې په ياد وساتي.))
هغه پژواک ته خپلې خبرې داسې پيل کړې: ((موږ په ده يک کې اوسېدو، هلته مې په يوه ديني مدرسه کې زده کړې شروع کړې، مکتب مې له اوله نه خوښېده او دا ډېره بده ښکارېده چې په توره تخته کې ليکل شوي شيان بيا زه په خپله کتابچه کې وليکم.))
هغه وايي چې ډېرى وخت به يې مدرسې ته طالبان ورتلل او دوى ته به يې تل د افغان دولت پر وړاندې د جګړې په اړه خبرې کولې.
عبدالحق وايي چې د دې تر څنګ لسګونو نورو کسانو هم په دې مدرسه کې زده کړې کولې او طالبانو ټولو ته ويل چې د حکومت پر وړاندې بايد د جګړې لپاره ځانونه چمتو کړي.
د هغه په وينا، دغه مدرسه د کلي په يوه جومات کې جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه: ((څه وخت چې تېر شو دې خبرو پر ما هم ډېر تاثير وکړ، ډېره مې خوښېده چې وسله واخلم او د موټرسايکل شا ته کېنم او مخامخ جنګ وکړم، خو مور او پلار مې اجازه نه راکوله.))
د عبدالحق په وينا، د طالبانو خبرو دوى دومره تر اغېز لاندې راوستې وو چې ډېرى وخت به يې د هغوى وسلې ښکلولې او د طالبانو خدمت ورته تر هر څه ښه برېښېده.
ده وويل: ((يو نيم کال مې په دې مدرسه کې تېر شو، نور مې زړه تنګ شو، يوه ورځ مې يو طالب ته و ويل چې ما ته هم وسله راکړه، غواړم چې جګړه وکړم.))
دى وايي چې له يادې خبرې وروسته طالبانو ورته ټوپک او ټيلېفون ورکړل څو په ټيلېفون کې د طالبانو جذباتي ترانې هم واوري.
هغه وايي: ((زما کور ته چا احوال ورکړى و چې عبدالحق وسله اخيستې ده، مشر ورور مې مدرسې ته راغی او ويې ليدل چې ما وسله اخيستې ده خو طالبانو راته ويل، کله چې دې وسله واخيسته، بيا هېڅوک ستا مخه نه شي نيولاى نو هماغه و چې خپل ورور مې بېرته کور ته ولېږه او زه ورسره نه ولاړم.))
پاکستان کې دينې مدرسې ته تګ

ده وويل چې په غزني کې له دوه کاله جګړو وروسته د طالبانو په ارتباط پاکستان ته ولاړ او د خيبر پښتونخوا کې د پنج پير په مدرسه کې یې زده کړې پیل کړې.
ده وويل چې په یاده مدرسه کې یې پنځه میاشتې زده کړې وکړې او د ن
ورو زده کړو لپاره بیا د حقاني مدرسې ته واستول شو.
د هغه په وينا، د حقاني په مدرسه کې د افغان حکومت او امريکايانو پر وړاندې پر جګړې ډېر ټينګار کېده او زده کوونکو ته يې ټوله ورځ په همدې اړه روزنه ورکوله.
نوموړى وايي: ((هره ورځ به استادانو ویل چې پر موږ او تاسو جهاد فرض دى چې افغانستان کې جهاد وکړو؛ ځکه هلته امریکایان دي، دولت يې کافر دى خلک وژني ټول خلک يې تباه کړل.))
عبدالحق وايي چې په حقاني مدرسه کې زده کوونکو ته پوځي زده کړې ورکول کېدې او د ځانمرګي بريدونو لپاره يې چمتو کول.
ده زياته کړه: ((موږ ته به داسې ويډيوګانې ښودل کېدې چې امريکایان پر افغان ښځو جنسي تېري کوي او نور عام افغانان حلالوي، نور به زموږ احساسات ډېر سخت را وپارېدل او ويل به مو چې همدا اوس پرې ځانمرګى وکړم.))
د روان جوړونې درملو د کارونې له لارې ځانمرګي بريد ته چمتو کېدل
عبدالحق وايي چې د يادو فلمونو او نورو خبرو تر اورېدو وروسته دى هم چمتو شو څو ځانمرګى بريد وکړي.
نوموړې زياته کړه: ((يوه ورځ یې يوې تيارې کوټې ته وغوښتم، هلته څو کسان ناست وو، راته يې ويل چې غواړې جنت لاړ شې، غواړې چې خلک او کورنۍ دې پر تا فخر وکړي نو لاړ شه او ځانمرګى بريد وکړه.))
عبدالحق وايي چې د بريد لپاره يې چمتووالى ونيو او يادو کسانو ورته يو ډول د شيدو په څېر سپين دارو ورکړل چې تر بريد کولو پورې به دغه درمل استعمالوې.
ده زياته کړه: ((ما ته يې ويل چې دا دوا وخوره او لاړ شه غزني ته خپل کور ته څو ورځې کور کې تېرې کړه، بيا له هغه ځايه زنخان ولسوالۍ ته لاړ شه، هلته يو کس د مبارز په نوم دى، هغه ته ځان ورسوه نور هر څه بيا هغه سموي.))
عبدالحق وايي چې له پلان سره سم بېرته کور ته راستون شو او د خپلې کورنۍ غړو ته يې وويل چې پاکستان ته د زده کړو لپاره تللى و.
ده وويل چې هره ورځ به يې درمل استعمالول او د ځانمرګي بريد جذبه به يې په وجود کې نوره هم زياتېده.
نوموړي زياته کړه: ((يوه ورځ مې دوا خلاصه شوه، پر ځان مې ډېر درد شو، غوښتل مې چې زنخان ولسوالۍ ته ولاړ شم او ځان مبارز ته ورسوم، خو کورنۍ مې اجازه را نه کړه.))
هغه وايي چې وروسته يې کورنۍ هم پر دې پوه شوې وه چې څه پلان لري؛ نو ځکه يې له کوره بهر نه پرېښود.
ده وويل چې وروسته يې ورور ورته درمل ورکړل او له يوې څه مودې وروسته يې روغتيايي حالت بېرته ښه شو.
وېرېږم چې د طالبانو له لوري به ووژل شم
هغه وايي، ډېر خوشحاله دى چې دغه ناوړه بريد يې نه دى ترسره کړى خو زياتوي چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دى.
عبدالحق وايي چې طالبان ورپسې ګرځي که یې پيدا کړي نو ښايي ويې وژني.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((نه، پر حکومت هم باور نه لرم، کېداى شي هغوى مې هم مړ کړي خو سپين ږيري مې څو ځلې طالبانو ته لېږلي دي، له هغوى سره یې ژمنه کړې چې څه به ورته نه وايي خو دی باوري نه دى.))
عبدالحق وايي چې يو ورور يې په دوبۍ کې دى او دى هم غواړي دوبې ته ولاړ شي او هلت
ه مزدوري پيل کړي.
دا يوازې عبدالحق نه دى چې له دې ډول برخليک سره مخ شوى، په تېرو ١٥ کلونو کې زرګونه افغانان د يو شمېر کسانو له خوا غولول شوي او د ترهګريزو بريدونو لپاره يې چمتو کړي دي.
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت: يو شمېر ديني مدرسې له موږ سره ثبت نه دي
د دغه وزارت مرستيال داعي الحق عابد پژواک ته ويلي چې په ټول هېواد کې ١٦٠زره جوماتونه او ديني مدرسې فعال دي.
هغه وايي چې له دې شمېرې څخه ٤٩زره يې له دوى سره ثبت دي چې ملا امامان او نور کسان يې د دوى له خوا ګومارل کېږي.
هغه زياته کړه: ((د ترهګرۍ يا افراطيت موضوع له بهره افغانستان ته داخلېږي، خو کېداى شي په لرو پرتو سيمو کې ځيني د دولت ضد کسان وي چې دغه کار کوي، خو هغه سيمې چې د دولت په کنټرول کې دي، دغه موضوع په کې نه ليدل کېږي.))
عابد وايي چې په روان کال کې دوه ادارې جوړې شوې دي څو په ديني مدارسو کې زده کوونکو ته د ترهګريزو زده کړو د مخنيوي په برخه کې کار وکړي.
هغه دا هم زياته کړه چې د ملا امامانو لپاره يو انسټيټيوټ جوړ شوى چې هلته ورته ديني زده کړې
ورکول کېږي او بيا وروسته د ملا امام په توګه ګومارل کېږي.
د نوموړې په وينا: ((دغه کار د ترهګريزو زده کړو او افراطيت د مخنيوي لپاره ډېره مهم دى.))
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت مرستيال زياته کړه چې د اسلامي نړۍ د عالمانو د هوکړې له مخې د ځانمرګي بريد کول حرام دي او په اسلام کې ځاى نه لري.
د عدليې وزارت: هېڅوک نه شي کولاى چې له ١٨ کلونو کم عمره کسان د جګړو په ليکو کې استخدام کړي
د عدليې وزارت د قانون جوړونې د برخې مشر عبدالمجيد غني زاده پژواک ته وويل چې د افسرانو او بريدملانو عمر په قانون کې مشخص شوى چې له ١٨ کلونو کم عمره کسان بايد پوځې ليکو کې ونه ګومارل شي.
هغه وايي که هر څوک دغه کار وکړي نو د همدغه قانون له مخې به شپږ مياشتې او يا هم يو کال پر بند محکوم شي.
دغه راز د ماشومانو د استخدام د مخنيوي په قانون کې هم راغلي چې له ١٨ کلونو کم عمره م
اشومان بايد په پوځي قطعاتو کې ونه ګومارل شي.
د همدغه قانون له مخې که چېرې کوم کس پېژندل کېږي چې عمر يې له اتلسو کلونو کم دى، نو بايد د يوې مياشتې په موده کې له دندې منفک شي او که چېرې مسوول کسان دغه کار ونه کړي، نو په شپږو مياشتو او يا هم په يو کال بند محکوم شي.
د کورنيو چارو وزارت: د ملي ځواکونو په ليکو کې هېڅ کم عمره کسان نشته دي
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب الله دانش وايي چې له تېرو دوه کلونو راهيسې د ملي پوليسو او ملي اردو په ليکو کې کم عمره سرتېري نشته دي.
د دانش د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې په ملي ځواکونو کې ګومارل کېږي، د عمر معلومولو لپاره يې تذکره، تحصيلي اسناد او ظاهري بڼه د متخصصو کسانو له خوا کتل کېږي.
دغه راز هغه وويل: ((د مغزو مينځنې پېښو په اړه کره شمېره نه لرم چې د څوم
ره کسانو ماغزه به مينځل شوي وي، خو دغه ډول کسان چې تر اوسه موږ نيولي، له قانون سره سم يې خپله سزا ليدلې ده.))
طالبان: زموږ په ليکو کې هېڅ کم عمره کسان نشته
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د طالبانو د قوانينو او لايحو له مخې هېڅوک نه شي کولاى کم عمره کسان په نظامي ليکو کې داخل کړي.
هغه زياته کړه: ((هېڅوک نه شي کولاى ماشوم ته وسله ورکړي؛ ځکه بيا د اخلاقي فساد موضوع را پيدا کېږي او د هر هغه کس چې ږيره يې نه وي راغلې هغه موږ په خپلو ليکو کې نه داخلوو.))
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، په کومو ويډيو ګانو کې چې له طالبانو سره ماشومان ښکاري، هغه د سيمې خلک دي چې د طالبانو هرکلي ته ورغلي دي.
مجاهد وايي که چېرې دوى کوم طالب پيدا کړي چې ماشومان يې استخدام کړي نو د قانون له مخې به سخته سزا وګوري.
د يادونې ده، يادې موضوع ته د بشري حقونو د څار سازمان د ٢٠١٦ کال په راپور کې هم اشاره شوې ده او په کې راغلي چې وسله وال طالبان د جګړو په ليکو کې ماشومان هم استخداموي.
د افغانستان د قاچاق او کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې هم يادې موضوع ته اشاره شوې او په کې راغلي چې په وسله والو جګړو کې د ماشومانو ګومارل جرم دى او ترسره کوونکى يې بايد سخته سزا وګوري.
دغه راز د اړوندې موضوع په اړه په ٢٠١٥ کال کې يو نړيوال بنس
ټ په اروزګان، کونړ، کندوز، کابل، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې يوه څېړنه وکړه.
په دې څېړنه کې راغلي چې د افغان امنيتي ځواکونو په ځانګړې ډول د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ماشومان په دنده ګومارل کېږي.
په دې څېړنه کې زياته شوې چې د امنيتي ځواکونو يو شمېر قوماندان د جګړو په ليکو کې له ماشومانو څخه جنسي ګټې هم پورته کوي.
دغه څېړنه وايي چې په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې ټکنۍ دي او دا ډېر کار ته اړتيا ده.
د افغانستان په جګړه کې ښکېلو لورو په خپلو ليکو کې د کم عمره کسانو شتون ردوي، خو ډېرى وخت په ټولنيزو رسنيو کې داسې انځورونه او ويډيوګانې خپروي چې بيا دغه موضوع ثبتوي چې په دواړو لورو کې کم عمره کسان پر دندو ګومارل شوي دي.