Language

امرخېل: غزني کې د پخوا په پرتله امنیت ښه شوی

غزني ښار (پژواک، ١١ غويی ٩٦): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت امنيتي حالات ښه شوي او وسله والو طالبان ماتې خوړلې ده.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل دغه څرګندونې د غويي په ١١مه په غزني ښار کې خبريالانو ته وکړې.

هغه وويل چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په غزني کې امنيتي حالات ښه شوي او طالبان په دغه ولايت کې د امنيت د کډوډولو توان نه لري.

امرخېل وايي چې وسله والو طالبانو په تېر کال کې څو ځلې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي خو هر ځل له مرګ ژوبلې سره مخ شوي دي.

هغه زياته کړه: ((نور کلونه په ښار کې په بې غږه تومانچو خلک ترور کېدل خو سږ کال دغه ستونزه هم هواره شوې ده، سږ کال تر اوسه په ښار کې په دې ډول څوک نه دي وژل شوي.))

خو امرخېل وايي چې د پوليسو تشکيل يې کم دى، په دې اړه يې له وزارت سره هم خبرې کړې دي او د حل کېدو په برخه کې یې ورسره ژمنه کړې ده.

د غزني پوهنتون يوه محصل محمد کاظم رسولي هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نا امنۍ کچه ټيټه شوې ده.

هغه وايي: ((خلک له امنيتي ځواکونو سره د امنيت په ټينګښت کې ډېره مرسته کوي نو ځکه امنيتي حالات ډېر ښه شوي دي.))

دغه راز د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ د نورو ولسواليو په پرتله امنيتي حالات ښه دي.

خو هغه وايي چې په دې ولسوالۍ حکومت تر اوسه په سمه توګه د رغونې چارې نه دي ترسره کړې.

د غزني والي عبدالکريم متين بيا پژواک ته وويل چې په دغه ولايت د پروژو د پلې کولو په موخه يې په کابل کې له څو وزارتونو سره خبرې کړې دي.

هغه وايي: ((وزارتونو راسره ژمنې کړې او زه هم هڅه کوم چې غزني ته پروژې راوړم څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي؛ ځکه چې په غزني کې د وزګارو خلکو شمير ډېر دى.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.