لښکرګاه (پژواک، ١١ غويی ٩٦): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې اته پولیس وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ يوې حکومتي سرچينې د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خارکو په سيمه کې د عامه نظم پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د عامه نظم اته پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ده زياته کړه چې په دغه بريد کې شاوخوا شلو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز په هلمند کې د عامه نظم يوې سرچينې هم دغه بريد تاييد کړ او وايي چې طالبانو پر امنیتي پوستې برید کړی دی.
هغه زیاتوي چې په دغه بريد کې د پوليسو دوه هاموې ټانګونه هم ويجاړ شوي او د تور خان په نوم د ملي پوليسو د يوې پوستې قوماندان هم وژل شوى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم ياد بريد تاييدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې بې خبري وښوده.
طالبانو هم دغه برید تایید کړی او د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه په خارکو سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د پوليسو دوه ټانګونه له منځه تللي او ١٣ پوليس وژل شوي دي.
احمدي په دغه بريد کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى، دغه ولايت د مرکز په ګډون ١٣ ولسوالۍ لري چې له ډلې یې موسى کلا، نوزاد، دېشو، باغران، سنګين او ناوه له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو ولسواليو يوازې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP