کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٦): يوناما د سولې له پروسې سره سولې ته د لېوالو ډلو او افرادو د شاملېدو په موخه د افغان حکومت له هڅو ملاتړ وکړ.
د يوناما له دفتره نن پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حکومت او حزب د مشر ګلبدين حکمتيار تر منځ وروستۍ هوکړه او د سولې له بهير سره د حکمتيار يو ځاى کېدل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) د ملاتړ او د سولې په پروسه کې د پرمختګ سبب شوې.
يوناما په دې خبرپاڼه کې د سولې له پروسې سره د ټولو ډلو د شاملولو په اړه د ملي يووالي حکومت له هڅو د ملاتړ تر څنګ وويل چې د اسلامي حزب له مشر ګلبدين سره هوکړه د دولت له مخالفو وسله والو سره د سولې لپاره د افغان دولت د هڅو او چمتووالي څرګندونه کوي.
يوناما څرګنده کړه چې دوى په بشپړ ډول د دغه هوکړه ليک د پلي کېدو او له نورو ډلو سره د سولې کولو انتظار دي.
د سرچينې په خبره، د سولې باوري پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت باقي پاتې شي، څو هېوادوال خپله راتلونکې په ګډه جوړه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه له هغو هوکړو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمښت سبب شي او افغانانو ته اجازه ورکړي چې په سوله کې يو له بل سره ژوند وکړي.
پر دې سربېره ويل شوي چې په افغانستان کې د جګړو له لسيزو وروسته ملګري ملتونه د مصالحې، پراخې سولې او د جګړې د دايمې پاى ته رسولو ته له مثبت ليد لوري ګوري، خو دغه سازمان لا هم ځينو مسايلو لکه انتقالي عدالت او د بشري حقونو د پياوړتيا اهميت ته ډېره پاملرنه لري.
ګلبدين حکمتيار چې تېر کال يې له دولت سره د سولې هوکړه ليک لاسليک کړ، دوې ورځې وړاندې له کلونو وروسته د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار او تېره ورځ ننګرهار کې په عمومي ناستو کې راڅرګند شو، په هېواد کې يې د سولې ملاتړ او مرکزي حکومت د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP