ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د باک ولسوالۍ دوه پولیس او درې وسله وال وژل شوي

د خوست د باک ولسوالۍ دوه پولیس او درې وسله وال وژل شوي

author avatar
2 May 2017 - 16:36
د خوست د باک ولسوالۍ دوه پولیس او درې وسله وال وژل شوي
author avatar
2 May 2017 - 16:36

خوست ښار (پژواک، ١٢ غويى ٩٦): د خوست په باک ولسوالۍ د وسله والو په بريد کې دوه پوليس سرتېري او درې وسله وال وژل شوي.

د باک ولسوال عبدالحي ځاځي پژواک خبري اژانس ته د غويي په ١٢مه د پېښې د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې درېیو وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په قراول باندې بريد وکړ او د دوی دوه سرتېرې يې وژل.

هغه زياته کړه چې وسله وال له بريد وروسته يوه کلي ته وتښتېدل، خو د هغوی د تعقيب په پايله کې له پوليسو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول او جسدونه يې د پېښې په ځای کې پراته دي.

ده زياته کړه: ((نن يو څو تنو وسله والو طالبانو د باک ولسوالۍ په هغو پوليسو ډزې وکړې کوم چې د ولسوالۍ په قراول کې په پيره ولاړ وو، خو له هغوی نه مو هم درې تنه ووژل.))

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد ناصر پژواک خبري اژانس ته وويل، غرمه مهال و چې د ډزو غږ يې واورېد او خبر شو چې دوه پوليس د وسله والو په بريد کې وژل شوي دي.

دى وايي ((زه په خپل کور کې وم چې يو ناڅاپي ډزې وشوې، کله چې له کوره راووتم ومې ليدل چې دوه پوليس وژل شوي او نورو ملګرو يې پورته کول، خو پوليسو وروسته درې وسله وال مخالفين هم ووژل.))

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.