پل علم (پژواک، ١٢ غويی ٩٦): په لوګرکې چارواکې وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د يوې خصوصي کمپنۍ څلور موټر سوځولي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د محمد اغې ولسوال محمد رحيم امين د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د احمدزيو په کلي کې د اريوب ځاځي سړک جوړونې شرکت څلور موټر سوځولي دي.
هغه زياته کړه: ((هم يې ورته موټر سوځولي او هم يې د شرکت کارکوونکي پر مرګ ګواښلي چې نور به کار نه کوي.))
هغه وايي چې دغه شرکت له پل کندهاريو څخه تر دهنو سيمې پورې د سړک پخولو چارې پر غاړه لري.
امين زياته کړه: ((دغه سړک لسګونه کلي د کابل- لوګر له لويې لارې سره نښلوي خو اوس يې طالبان پر وړاندې خنډونه جوړوي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سړک ٧،٨ کيلومتره اوږدوالى لري چې چارې يې د خلکو په غوښتنه پيل شوې دي.
ولسوال وايي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب يې هڅې روانې کړي څو دغه شرکت بېرته خپلې چارې پيل کړي.
د احمدزيو د کلي اوسېدونکي بشيراحمد پژواک ته وويل: ((ماښام ناوخته طالبان راغلل او زموږ په کلي کې د سړک جوړونې کمپنۍ په څلورو موټرو يې تېل واچول او بيا يې ورته اور ورکړ.))
هغه وايي چې په دې موټرو کې ډمپر او د اوبو ټانګر شامل و.
د اريوب ځاځي شرکت مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د ياد شرکت موټر نه دي سوځولي؛ ځکه طالبان د ټولګټو پرژو پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP