مزارشريف (پژواک، ۱۲ غويی ۹۶): په مزارشريف کې د شمال زون د نهو ولايتونو په کچه د ځمکې پاليسي د تعديل په تړاو دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.
د ياد ورکشاپ په څنډه کې د بلخ دولتي چارواکو وويل چې له تېرو لسيزو په دغه ولايت کې د ځمکې پاليسي د نه مراعاتېدو له امله غير قانوني ښارګوټي جوړ شوي، څرځايونه غصب کړای شوي او کرنيزې ځمکې د استوګنې پر ساحو بدلې شوې دي.
دغه ورکشاپ د غويي په ۱۲مه د افغانستان د اراضي خپلواک رياست له خوا د شمال زون د نهو ولايتونو دولتي چارواکو او د خصوصي سکتور کارکوونکو لپاره جوړ شوی و چې پر ۱۳۸۶لمريز کې د ځمکې جوړې شوې پاليسي د تعديل په تړاو خپل نظريات شريک کړي.
د دغه ولايت د ښارجوړونې رييس انجنير دلارو مزاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ ولايت کې کابو شل غير قانوني ښارګوټي جوړ شوي چې له ښارجوړونې وزارت څخه جواز نه لري.
نوموړي زياته کړه چې د دغو ښارګوټو ډېری يې په شنه ساحه او يا هم په څرځايونو کې جوړ شوي دي.
د اراضي خپلواک رياست مشاور حسين رحماني د ځمکې پاليسي په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د يو قانون بڼه لري چې له مخې به يې په هېواد کې ځمکه په سمه توګه کارول کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې معنا چې هوايي ډګر چېرې جوړ شي، سړک پر کومه ځمکه تېر شي، ښوونځی بايد چېرې وي، کومه ځمکه څړځای دی او پر کومه ځمکه ښار جوړ شي او داسې نور.))
د هغه په وينا، دغه ورکشاپ به دوه ورځې وي چې د ځمکې د پاليسي په تړاو پخوانۍ مصوبې د تعديل په اړه به په کې نظرونه راټول کړای شي او د ولسي جرګې له منلو وروسته به ولسمشر ته د تصويب لپاره وړاندې شي.
د بلخ دولتي چارواکو وايي چې په بلخ کې د ځمکې د پاليسي د نه مراعاتېدو له امله په دغه ولايت کې ځمکه سمه نه ده کارول شوې.
هغه همداراز د مزارشريف ښار د پخواني ماسټر پلان د شين کمربند يادونه وکړه چې د ځينو له خوا غصب کړای شوي او له وېشل کېدو وروسته پرې کورونه اباد شوي دي.
مزاري وويل چې د ځمکې پاليسي له جوړېدو او له عملي کېدو وروسته به له ورته ستونزو سره نه مخ کېږي.
خو د بلخ د والي د دفتر رييس فيض مهرايين که څه هم په دغه ولايت کې له ځمکې د ناسمې ګټې اخيستنې تر څنګ د ځمکو د پراخ غصب يادونه هم وکړه؛ خو زياته يې کړه چې دغه غير قانوني چارې ډېری له اويايمې تر اتيامې لسيزې ترسره شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP