کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٦): د ولسمشرۍ ماڼۍ دويم مرستيال وايي، د ملي يووالي حکومت پرېکړه کړې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې به له ټکنالوجۍ ګټه واخلي.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، کابل کې د بريټانيا له سفيرې دمينيک جرمي سره د ليدو پر مهال ويلي، چې د افغانستان خلک، سياسي بنسټونه او حکومت، د راتلونکو ټاکنو ترسره کولو په اړه يوې عمومي هوکړې او اجماع ته سره رسېدلي دي.
دانش زياته کړې، د ټاکنو خپلواکا کمېسيون د ټاکنو ترسره کولو په اړه خپلې وروستۍ څېړنې؛ حکومت ته سپارلې دي.
د ولسمشر د دويم مرستيال په وينا، د ټاکنو د برېښنايي کېدو د نهايي کولو بحث، د ټاکنو مهالوېش او د ټاکنو د مالي ملاتړ ميکانېزم، هغه عمده موضوعات دي چې د ملي يووالي حکومت له خپلو نړيوالو همکارانو سره پرې جدي خبرې اترې کړې دي.
ورته مهال افغانستان کې د بريټانيا سفير دمينيک جرمي؛ افغانستان کې د ټاکنو ترسره کولو له لړۍ څخه د نړيوالې ټولنې پر ملاتړ ټينګار کړى او ويلي يې دي، د افغانستان ټاکنې بايد په داسې توګه ترسره شي؛ څو ټولو خلکو ته د منلو وړ واوسي.
د بريټانيا سفير په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، هېواد به يې له نړيوالې ټولنې سره يوځاى افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کولو له لړۍ او د سولې پروسې په برخه کې د ملي يووالي له حکومت سره همکاري وکړي.
دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسيون، په ټاکنو کې له ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخيستو طرحه حکومته وړاندې کړې او وايي، چې د يادې طرحې له تاييد وروسته به د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو مهالوېش معلوم شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP