کندهار (پژواک، ۱۳ غويی ۹۶): د کندهار چارواکي وايي، د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د فقیر بابا کوڅې په سیمه کې دوه وسله وال او يو ماشوم ووژل شول.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه وسله وال چې چاودېدونکي توکي یې په بدن پورې تړلي وو، نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د کندهار ښار اړوند د څلورمې امنیتي حوزې د فقیر بابا په کوڅه کې پر پولیسو ډزې پیل کړې.
هغه زیاته کړه، وسله والو غوښتل یوې ودانۍ ته پورته شي او له هماغه ځایه د پولیسو پوسته په نښه کړي.
خو دی وايي، پولیسو برید کوونکي نه دي پرې ایښي چې ودانۍ ته پورته شي او د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا نیم ساعت نښته شوې ده.
دی وايي، سیمه د پولیسو له خوا کلابنده شوې او دواړه وسله وال یې وژلي دي.
د ده په خبره، په دې پېښه کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی، خو درې ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا درانی هم وايي چې دواړه بریدګر وژل شوي او لا هم ساحه د پولیسو له خوا کلابنده ده.
ده زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو ماشوم هم وژل شوى او بريدکوونکي په چادريو کې راغلي وو.
ده پژواک اژانس ته وویل، جګړه پای ته رسېدلې او د پولیسو تخنیکي ټیم پلټنې کوي چې وسله والو چاودېدونکي توکي نه وي ځای پر ځای کړي.
د کندهار د میرویس روغتون ډاکټران وايي چې چمتووالی یې درلود، خو د پېښې له ځایه کوم ټپي نه دی وروړل شوی.
د یادې شوې سیمې یوه اوسېدونکي عزت الله پژواک اژانس ته وویل، نن ماښام شاوخوا شپږ بجې ناڅاپه ډزې پیل شوې او خلک په منډو شول.
ده وویل، ډزې تر ډېره روانې وي او وروسته خلک خبر شول چې دوو وسله والو غوښتل یوې ودانۍ ته پورته شي او له پولیسو سره جګړه پیل کړي.
login or register a new account.