کابل (پژواک ١۴ غويى ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت ١٣٠ بريدونو کې نږدې ٢٢٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېر ته په پام تېره مياشت د وړمې په پرتله د بريدونو په شمېر کې پنځه سله کموالى راغلى، خو مرګ ژوبله ٣٢ سلنه لوړه شوې ده.
د روان ميلادي کال په اپريل مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي ورځني خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ ولايتونو کې شوې دي.
د اپريل له بريدونو څخه ٥٦ مخامخ نښتې،٢٨ هوايي بريدونه، ٢٨ هدفي وژنې، لس بېلابېلې چاودنې، پنځه ځانمرګي بريدونه او درې د سړک غاړې ماينونو بريدونو دي.
د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ١٤ تنو ٧ ته په مخامخ نښتو، ٤ ته په هوايي بريدونو، دوو ته په ځانمرګو بريدونو او يوه ته په هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره مياشت تر ټولو ډېر (٢٩) بريدونه په ننګرهار، لس په کندهار، شپږ، شپږ په فارياب. غزني، هرات، کندوز، پکتيکا او اروزګان، پنځه، پنځه په هلمند، جوزجان او تخار، څلور، څلور په کابل او سرپل، درې درې په بلخ، لغمان، لوګر، پروان او زابل، دوه، دوه په بدخشان، بغلان، کاپيسا، خوست، کونړ او سمنګانو کې او يو، يو په بادغيس، فراه، غور، ميدان وردګو او پکتيا ولايتونو کې شوي دي.
پژواک تېره )اپريل) مياشت کې له باميانو، دايکنډي، نيمروز،نورستان او پنجشېر ولايتونو د بريدونو راپور نه دى تر لاسه شوى، خو وړمه (مارچ) مياشت بيا له بدخشان، بلخ، باميان، ډايکنډي، غور، ميدان وردک، نورستان، پکتيا، پنجشېر، کونړ او پروان ولايتونو د بريدونو راپور نه و تر لاسه شوى.
مرګ ژوبله
راپورونه ښيي چې تېره مياشت په يادو ۱۳٠ بريدونو کې ټول ١٤٤٧ تنه وژل شوي او ٧١٥ نور ټپيان دي.
login or register a new account.