مزارشريف (پژواک، ۱۴ غويى ۹۶): د شمال زون د شاهين قول اردو مسوولين په دغه زون کې امنيتي حالت تر کنټرول لاندې بولي.
د يادې قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبين، د غويي په ۱۴مه د خپلې دندې پر اتمه ورځ په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، ډېر ژر به پر شاهين قول اردو د بريد په تړاو د روانو څېړنو پايلې له رسنيو سره شريکې کړي.
جنرال امان الله وروسته له هغه د شاهين قول اردو د قوماندان په توګه په دنده وګومارل شو، چې د غويي پر لومړۍ نېټه پر يادې قول اردو د بريد له امله د قول اردو پخواني قوماندان مومند کټوازي له دندې استعفا ورکړه.
په ياد بريد کې د شاهين قول اردو لسګونه سرتېري په جومات کې د لمانځه پر مهال د بريدګرو له خوا ووژل شول.
د قول اردو قوماندان جنرال مبين په خبري ناسته کې پر قول اردو د بريد په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د اصولو له مخې دا ښه نه ګڼي، چې د څېړنو په اوږدو کې معلومات له رسنيو سره شريک کړای شي، دا چاره خپل تاوانونه لري.))
خو نوموړي ټينګار وکړ چې څېړنې په پوره کره توب ، ځيرکۍ او په تېزۍ روانې دي او ژمنه يې وکړه چې په لنډو ورځو کې به يې پايلې له رسنيو سره شريکې کړي.
نوموړي همداراز د شمال زون د نهو ولايتونو د امنيت په تړاو ځينې اندېښنې له رسنيو سره شريکې کړې.
هغه د شمال او شمال ختيځ زون، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سرپل او فارياب ولايتونو ځينې سيمې له امنيتي ګواښ سره مخ وبللې.
خو نوموړي يې پر وړاندې د کلکو نظامي عملياتو يادونه هم وکړه، چې دمګړۍ روان دي.
نوموړي په شته اندېښنو سربېره ټينګار وکړ چې د شمال زون امنيتي حالت د دوی تر کنټرول لاندې دى.
د شاهين قول اردو نوي قوماندان پر وسله والو مخالفينو د سولې غږ هم وکړ.
نوموړی پر هغو مخالفينو چې افغانان دي او د افغان دولت پر وړاندې په جګړه کې ښکېل شوي، غوښتنه وکړه چې له خپلو خلکو او دولت سره يوځای شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP