Language

د غزني مسوولين: په موټربم چاودنه کې ٣٤ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني (پژواک ١٤ غويى ٩٦): د غزني امنيتي مسوولين وايي، په اب ولسوالۍ کې په يوه موټربم چاودنه کې ٣٤ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنيه قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اب بند ولسوالۍ په ووت سيمه کې نن د موټربم چاودنه شوې، چې ١٦ وسله وال طالبان په کې وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، په وژل شويو کې کسانو کې طالب پاکستانى قومندان سيد حافظ چې اصلي نوم يې حفيظ الله دى، هم وژل شوى دى.

په غزني کې د ٢٠٣ تند قول اردو د درېمې لوا وياند محمد حنيف رضايي بيا وايي، په دې چاودنه کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، له چاودنې وروسته اوربل شوى چې زيات شمېر وسله وال په کې سوځېدلي دي.

د اب بند ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالرحيم، پژاک ته وويل چې نن غرمه مهال په ووت سيمه کې يوه درنه چاودنه وشوه چې له امله يې زيات شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دى زياتوي، په سيمه کې تر ډېره اور بلېده او يو شمېر کسان په کې سوځېدلي وو.

نوموړى وايي: "ما په خپله وليدل چې کلينيک ته يې څو تنه راوړل، کالي او د بدن غړي يې سوي وو، چې څلور تنه دلته مړه شول."

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په اب بند ولسوالۍ کې په طالبانو ماين چاودلى چې دوه طالبان په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

login or register a new account.