Language

د غزني واغظ کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ١٤ غويی ٩٦): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په واغظ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې اووه طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي خو طالبان بيا دغه مرګ ژوبله نه مني.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په واغظ ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

د هغه په وينا، دغو بريدونو يو ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې اووه طالبان و وژل شول او لس نور ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.

امرخېل زياته کړه: ((طالبانو تل دغه شان بريدونه کړي خو د امنيتي ځواکونو له خوا له ماتې سره مخ شوي دي.))

د واغظ اوسېدونکي عبدالباري پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوه.

هغه وايي: ((جنګ زموږ کورونو ته بېخي نږدې و، طالبانو پر خپلو کسانو غږونه کاوه چې مخ ته ولاړ شئ، له ماتې سره مخ دي.))

عبدالباري وايي چې په دې جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېده چې له امله يې ماشومان سخت وېرېدلي وو.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په واغظ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې يوازې يو طالب ټپي شوى او ګڼو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په غزني کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې ډېرې شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.