Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند قومي مشرانو او دیني عالمانو د امنیتي ځواکونو هلې ځلې وستایلې

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ غویی ۹۶): په هلمند کې قومي مشرانو او ديني عالمانو د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امنيتي ځواکونو وروستۍ هلې ځلې وستايلې او په غاړه کې يې ورته ګلان واچول.

په دې غونډه کې په هلمند کې د قومونو او سرحدونو چارو رييس احمد نويد نظري وويل چې افغان امنيتي ځواکونه په دې وروستيو کې وتوانېدل چې د افغان دولت وسله وال مخالفين پر شا وتمبوي او امنيتي چارې یې کنټرول کړي.

ده وويل چې له همدې امله نن په لښکرګاه کې ملي امنيتي ځواکونه ستايل کېږي.

دغه راز د هلمند د ملي امنيت مشر تورن جنرال محمد ياسين وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ اوس هم هڅې کوو، څو امنيت ټينګ کړو او بېځايه شوي کورنۍ خپلو کورونو ته ستانه کړو.))

په دې غونده کې د ديني عالمانو په استازيتوب د هلمند د عالمانو شورا رييس مولوي خداى نظر وويل چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امنيتي ځواکونو هلو ځلو ته د جهاد نوم ورکوي.

هغه وايي: ((امنيتي ځواکونه امنيت ټينګوي، خلکو ته ژوند برابروي، خو مخالفين بيا ماينونه خښوي او د خلکو ژوند اخلي.))

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره پوره همکار وکړي.

دغه راز د قومي مشرانو په استازيتوب عليشاه خان وويل چې په هر ډول حالاتو کې خلکو د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امنيتي ځواکونو ملاتړ کړى دى.

هغه وايي: ((ما د امنيت د ټينګښت لپاره خپل څلور زامن د جګړې لومړى کرښې ته لېږلي دي چې تر اوسه هلته دي او په جګړه بوخت دي.))

د هغه په اند په هلمند کې د امنيت د ټينګښت يوازېنې لار له امنيتي ځواکونو د خلکو کلک ملاتړ دى.

د غونډې په پاى کې قومي مشرانو او ديني عالمانو امنيتي سرتېرو ته ګلان هم پر غاړه واچول.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.