Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې د وسلو درې قاچاق وړونکي نیول شوي

تالقان- کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٦): په تخار ولايت کې د وسلو درې قاچاقيان نيول شوي، بلخوا د ملي امنيت ځواکونو په کونړ ولايت کې لسګونه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې درې تنه چې طالبانو ته يې وسلې لېږدولې، له وسلو او مهماتو سره نيولي دي.

د هغه په وينا، لا څرګنده نه ده چې دوی دغه وسلې او مهمات له امنيتي ځواکونو پېرلي او که له نورو قاچاق وړونکو يې ترلاسه کړي خو په دې اړه يې پلټنې پيل کړې.

د تخار د والي وياند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو کسانو د څړنو په لومړيو کې منلې چې يادې وسلې او مهمات يې طالبانو ته د پيسو په بدل کې وړل.

تېمور د دغو وسلو او مهماتو د شمېر په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې دوی هڅه کوي د دې ډلې پاتې غړي هم ونيسي.

د هغه په وينا، دغه مهمات او وسلې په يوه پيکپ موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

د يو بل خبر له مخې، د امنيت ځواکونو په کونړ ولايت کې د لسګونه کيلوګرامه چاودېدونکو توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړى دى.

په کابل کې د ياد رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ١٥٠ کيلوګرامه توکو سره د تړاو په تور يې د نعمت الله په نوم يو کس نيولى دى.

سرچينې زياته کړې، ياد توکي د کونړ ولايت په مرکز کې د پلټنو پر مهال نیول شوي  او له نيول شوي کس څخه يې پلټنې پيل کړې دي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.