Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

مهترلام (پژواک، ١٦ غويى ٩٦) : د څه دپاسه ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د مېرمنو لپاره د فاتحې اخیستلو د تالار او تعمیر پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مېرمنو لپاره د فاتحې اخیستلو  تالار په ۵۲۷ متر مربع ساحه کې جوړ شوی چې په یوه وخت کې د ۵۰۰ تنو د ځایيدو ظرفیت لري .

هغه زياته کړه، چې سر بېره پر دې په دې تالار کې یو باب د اوسېدو خونه، پخلنځی، د ساتونکو خونه او د نورو ټولو اړينو ملحقاتو درلودونکی دى .

دى وايي، ددې پروژې چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شوي، پرې څوارلس میلیونه، دیرش زره، څلور سوه او یو څلویښت افغانۍ لګښت راغلی چې د تحکیم ثبات برنامې له لوري  ورکړل شوى دی.

د والي وياند وايي، چې دغه راز نن د لغمان د ځمکوالۍ امریت د ودانۍ د درې جریبه ځمکې د احاطوي دېوال پروژه چې په ټولیزه توګه پرې نېږدې څلور میلیونه افغانۍ لګښت شوی او د اړونده عمومي ریاست له لوري يې مالي ملاتړ شوی ،هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په جوړېدو سره یې د یاد امریت موجوده ځمکه له احتمالي خطرونو څخه وژغول شوه.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغو پروژو د پرانېستلو په مراسمو کې وويل، چې د پلان له مخې د ابادۍ او پرمختګ د ټولو چارو لپاره قوي اراده لري او د دې ولایت په هره برخه کې به متوازن انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.