ښرنه (پژواک، ١٦ غويى ٩٦): د پکتيکا د کليو د پراختيا رياست مسوولين وايي چې د اوبو رسونې، کليوالي لارو جوړېدل او ساحوي انسجام د پروګرامونو له لارې به سل زره پکتيکا والو ته د کار زمينه برابره شي.
دغه څرګندونې د دغه ولايت د کليو پراختيا رياست د برنامو امر انجينر مومن پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، په ۱۳۹۶ لمريز کال کې بېلابېل پروګرامونه او پروژې د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې په پام کې لري.
د نوموړي په وينا، د اوبو رسونې، کليوالي لارو جوړول او ساحوي انسجام د پروګرامونو له لارې به په پکتيکا کې ۶ ميليونه امريکايي ډالر ولګول شي او د دغه ولايت سلو زرو خلکو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
سرچينه زياتوي چې د ولسي تړون پروګرام چې يو پراخ پروګرام دی هم په دغه ولايت کې به پراخ فعاليوتونه وکړي خو تر اوسه يې دوی ته بوديجه منظوره کړې نه ده.
د هغه په خبره ، د برېښنا د توليد دوه پروژې هم په مرکز ښرنه او ارګون ولسواليو کې جوړېږي چې شاوخوا دوه ميليونه امريکايې ډالر لګښت به ورباندې راشي او نږدې کليو ته به د برېښنا زمينه برابره کړي.
د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي مخلص هم پژواک ته وويل چې د کليو پراختيا رياست يوازېنۍ اداره ده چې تر ډېره يې خلکو ته اړين خدمات وړاندې کړي او ځوانانو ته يې د کار زمینه برابره کړې.
خو نوموړي د کليو پراختيا له رياست او وزارت څخه غوښتنه وکړه څو هغه کليوالي شوراګانې چې لس کاله پخوا جوړې شوې دي، له منځه يوسي او د ښه کار کولو په موخه دې نوې شوراګاني جوړې کړي.
د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت ګل وايي چې د کليو پراختيا رياست پروګرامونه د پکتيکا هغو ولسواليو ته هم وغځول شي چې هلته په تېرو ۱۳ کلونو کې د بیارغونې په موخه خښته هم نه ده اېښودل شوې.
نوموړي زياته کړه چې وازېخوا، وړممۍ، تروې، خوشامند، نکه، زېړوک، ګومل، اومنه او يو شمېر نورې ولسوالۍ له دې ټولو پروګرامونو بې برخې دي چې د کليو ډېری اوسېدونکي يې پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.
خو انجنير مومن بيا وايي چې دوی روان کال د پکتيکا د ټولو ولسواليو له اوسېدونکو سره خبرې کړې او د هغوى په مرسته به په يادو ولسواليو کې د بيارغوني کارونه په چټکۍ سره پيل کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP