خوست (پژواک، ١٧ غويى ٩٦): د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په مالي لګښت د ليليې لپاره يوه بله نوې مجهزه ودانۍ جوړېږي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال د ياد مطلب بيانولو تر څنګ پژواک خبري اژانس وويل، دغه ودانۍ د استوګنې لپاره د ۹۲ خونو په درلودو سره په څلورو پوړونو کې د يوه کال په موده کې د متحده عربي اماراتو په مالي لګښت بشپړېږي.
دى زياتوي: ((دا د شيخ زايد پوهنتون د پرمختګ يوه بله نښانه ده. د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د ليليې محصلينو د اوسېدو په برخه کې د خونو د کمښت ستونزه هواره شي.))
والي حبيبي له متحده عربي اماراتو څخه د مننې تر څنګ له هغه هېواده وغوښتل چې له شيخ زايد پوهنتون سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د پرمختګ لپاره لا نورې اسانتياوې هم ورته برابرې کړي.
د شيخ زايد پوهنتون رييس مجيب الرحمن کريمي د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې پژواک اژانس ته وويل، ياده ودانۍ به په يوه وخت کې د ۶۵۰ محصلينو ځايولو وړتيا ولري.
ده زياته کړه، دا مهال په پوهنتون کې شاوخوا درې زره محصلين په ليليه کې اوسېږي، خو د اوسېدو لپاره د خونو د کمښت له کبله د پوهنتون اداره او محصلين له ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: ((موږ باوري يو چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به زموږ ستونزه تر ډېره بريده هواره شي. موږ هڅه کوو د ۶۵۰ محصلينو پر ځای شاوخو ۸سوه محصلين په کې ځای پر ځای کړو، څو د محصلينو ستونزه ډېره هواره شي.))
د يادولو ده، ياد پوهنتون د ليليې لپاره اته نورې ودانۍ هم لري چې دا نوې جوړېدونکې يې نهمه ده.
د شيخ زايد پوهنتون د رييس په خبره، د پوهنتون لپاره يې د نورو پرمختيايي پروژو پروپوزلونه هم د متحده عربي اماراتو سفارت ته سپارلي او د عملي چارو پيل ته يې انتظار باسي.
د دغه پوهنتون يوه محصل نصيب الله د يادې ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښوده، خو ويې ويل، د پوهنتون پخوانۍ ودانۍ ترميم ته جدي اړتيا لري.
هغه پژواک ته زياته کړه، د پوهنتون ډېری ودانۍ دوولس يا ديارلس کاله مخکې جوړې شوې او بيا نه دي ترميم شوې.
نوموړي دې برخې ته د پوهنتون له ادارې څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن