پل علم (پژواک، ١٨غويی ٩٦): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې لسګونه ښوونکي د وسله والو طالبانو په ليکو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته دغه موضوع تاييد کړه.
هغه وايي: ((نيمه ورځ له موږ سره کار کوي، معاش اخلي، پاتې ورځ بيا له طالبانو سره وي او د دولت پر وړاندې جګړه کوي.))
هغه د بېلګې په توګه وويل چې نن سهار د مرکز اړوند د پادخاب شانه په سيمه کې دوه وسله طالبان وژل شوي چې يو يې ښوونکى دى.
هغه وايي: ((په وژل شوو کې يو يې د عثمانيه لېسې ښوونکى نقيب الله دى.))
دغه راز د پادخاب شانه سيمې اوسېدونکي احمدضيا هم پژواک ته وويل چې نن سهار د دوى په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په وژل شوو کې يو يې د همدې کلي اوسېدونکى او ښوونکى نقيب الله دى.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب هم پژواک ته وويل چې په پادخاب شانه سيمه کې د دوى يو ښوونکي له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال وژل شوى دى.
خو عرب د والي د وياند د څرګندونو په غبرګون کې له څه ويلو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونو پر يوه کور عمليات وکړل چې د يو وسله وال ښوونکي په ګډون څو تنه نور هم پکې و وژل شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP