پل علم (پژواک، ٢٠ غويی ٩٦): په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې له مشر عبدالحسيب سره د هغه ښځه او ورور هم وژل شوي او مور يې ټپي ده.
په افغانستان کې د داعش ډلې مشر له یو شمېر نورو مهمو مشرانو سره د روان لمریز کال د غویي په اومه په ننګرهار ولایت کې د افغان او امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دى.
د لوګر د ولايتي شورا غړى عبدالولي وکيل، د داعش د خراسان ډلې د مشر عبدالحسيب د تره د زامنو له ډلې څخه دى.
نوموړى د داعش د خراسان ډلې مشر عبدالحسيب د ژوند په اړه ځيني معلومات له پژواک خبري اژانس سره شريک کړي دي.
هغه وايي چې له عبدالحسيب سره يې ورور عبدالحکيم او ښځه يې وژل شوي او مور يې ټپي ده.
د وکيل په وينا، د داعش د خراسان ډلې مشر عبدالحسيب سلفي و، يوه افغانه او بله چيچيني مېرمن يې درلودې چې افغانه مېرمنه يې ورسره وژل شوې ده.
ده وويل، د عبدالحسيب اصلي نوم حيات و، لوړه ونه يې درلوده، لوړ استعداد يې درلود چې په کلي کور کې د شيخ په نوم مشهور و.
د لوګر د ولايتي شورا وکيل وايي چې نوموړي ٣٨ کاله عمر درلود، د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو د سيمې اوسېدونکى او په قوم احمدزى و.
د هغه د معلوماتو له مخې، عبدالحسيب د عبدالله يمن، عبدالله عزام او عبدالاحمد په نومونو درې زامن او څلور لوڼې لري.
نوموړي وويل، عبدالحسيب د پښتو او دري تر څنګ په انګليسي، عربي، اردو، چينايي او ازبکي ژبو روانې خبرې کولاى شوې.
دى وايي چې عبدالحسيب د هندوستان هېواد په ديوبند او د پاکستان د لاهور په دينې مدرسو کې زده کړې وې او دغه ژبې يې هم په همدې هېوادونو کې زده کړې وې.
د هغه د معلوماتو له مخې، نوموړى د اقتصادي ستونزو له امله په ١٣٩٠ لمريز کال کې له طالبانو سره يو ځاى شو او بيا يې وروسته په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې د طالبانو په ليکو کې له افغان ځواکونو سره جګړه کوله.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP