Language

یوه ځوان هنرمند پکتیکا کې د هېواد روان حالت تمثیل کړ

ښرنه (پژواک، ٢٠ غويی ٩٦): يوه ممثل په هېواد کې روانې ناخوالۍ د تمثيل په بڼه بيان کړې او خلکو ته يې ښودلې چې په هېواد کې د روانې جګړې قربانيان يوازې افغانان دي.

دغه ممثل جاوېد عابد نومېږي چې تېره شپه يې د پکتيکا په مرکز ښرنه کې يوې غونډې ته تمثيل وکړ.

جاوېد عابد په يوه هنري سفر پکتيکا ته راغلى او د "جاسوس" په نوم هنری ډرامه يې خلکو ته وړاندې کړه.

نوموړي په هېواد کې روانې ناوخوالې د تمثيل په بڼه بيان کړې او په خپل غوره تمثيل يې ګډونوال وژړول.

د "جاسوس"  په ډرامه کې عابد يوه مور، خور او پلار لري، طالبان د عابد پلار په دې تور چې له حکومت سره کار کوي، د جاسوس په نوم وژني.

دوه درې ورځې وروسته بهرني ځواکونه د عابد کلى بمباروي چې په ترڅ کې د عابد خور او مور هم وژل کېږي او بيا بهرني ځواکونه وايي چې په دغه بريد کې د القاعدې شبکې غړي وژل شوي دي.

عابد غواړي د تمثيل له لاري خلک پر دې پوه کړي چې په هېواد کې د روانې جګړې قربانيان يوازې افغانان دي.

هغه پژواک ته وويل: ((هره ورځ سلګونه افغانان مري، زه غواړم د خپل تمثيل له لارې خلک پر دې پوه کړم چې د ژوند کولو لپاره سوله ډېره مهمه ده.))

په دې غونډه کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت له دغه ځوان ممثيل نه مننه وکړه چې په دې سختو شرايطو کې تر پکتيکا راغلى او د خپل فکر او احساس له مخې د افغانستان روان حالت د تمثيل په بڼه وړاندې کوي.

وحدت وويل: ((د هنر ارزښت په همدې کې دى چې يو هنرمند په ډېر لږ هنري تصوير کې د ټولنې لويې ناوخوالې ځاى پر ځاى کوي.))

د پکتيکا اوسېدونکي ادم خان کټوازي وويل چې جاوېد عابد يو خوږ او پر هېواد مين ځوان دی، په خپل مسلک کې رسېدلی او د هېواد هر ګوټ ته د خپل مسلک له لارې د سولې پيغام رسوي.

سرچينه زياتوي، همدا يو ځوان مي په اوسنۍ ټولنه کې وليده چې په رښتيا د ولس لپاره کار کوي او د ولس دردونه په تمثيلي ډول بيانوي.

login or register a new account.