مزارشريف (پژواک، ۲۱غويى ۹۶): په بلخ کې د کانکور ازموينه پيل شوه، چې ۵۰ سلنه ګډون کوونکې يې نجونې دي.
په بلخ کې له بايوميتريک وروسته د غويي په ۲۱مه، د کانکور ازموينه پيل شوه، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
په بلخ کې ۱۴۹۷۶ تنو په کانکور کې د برخې اخيستو لپاره نومونه ثبت کړي وو، چې له دې جملې څخه به يې هغه کسان لوړو زده کړو ته لار پيدا کړي، چې په دغه رقابت کې کاميابيږي.
د کابل پوهنتون استاد او بلخ ته د کانکور ازموينې په خاطر د راغلي پلاوي مشر سيد روضت الله مجيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هيواد کې به ۵۳۰۰۰ کسان لوړو زده کړو ته جذب شي.
ده زياته کړه، د تېر کال په پرتله به سږ کال د هېواد په کچه ۲۰۰۰ تنه اضافه لوړو زده کړو ته جذب کړي.
مجيدي دا هم وويل چې په ټول هېواد کې کيداى شي ۲۷۰۰۰۰ تنه په کانکور کې ګډون وکړي.
د هغه په وينا، په بلخ کې سږ کال ۷۵۱۶ تنه هلکان او ۷۴۶۰ تنه نجونې په کانکور کې ګډون کوي، چې د هلکانو او نجونو ګډون کابو نيم په نيمه دى.
دا لومړى ځل دى چې په بلخ کې د کانکور لپاره د نجونو او هلکانو شمېر تقريبا مساوي کېږي، په زياترو ولايتونو کې د هلکانو د شمېر په پرتله د نجونو شمېر کم وي.
مجيدي همداراز ټينګار وکړ، چې سږ کال په کانکور کې د درغليو د مخنيوي په خاطر ګډونوال بايوميترک شوي دي، چې له امله يې بل څوک د چا پر ځاى ازموينه نه شي ورکولاى.
نوموړي زياته کړه، پخوا تر دې په کانکور کې ځينو زورورو لاسوهنه کوله، خو اوس يې مخه نيول شوې ده.
د هغه په خبره، که څوک لوړو زده کړو ته لار مومي، بيا هم بايوميترک کېږي او د ديپلوم د اخيستو پر وخت د درېيم ځل لپاره بيا بايوميترک کېږي.
د کانکور يوه ګډونواله مرسل امامزاده چې د جلال الدين محمد بلخي له لېسې فارغه ده، وايي چې دوى خوشحاله دي چې په کانکور کې ګډون کوي.
login or register a new account.