مزارشريف (پژواک، ۲۱غويى ۹۶): د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس وايي، د ملي بوديجي له لوري ډېری عملي کېدونکې پروژې زورواکو، وکيلانو او د وزيرانو خپلوانو ته ورکول کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ۲۱مه، په مزارشريف ښار کې د بلخ د اقتصاد رياست له خوا د ۱۳۹۶ لمريز کال د بوديجې د ټاکلو په تړاو جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
په ياده غونډه کې د بلخ د اقتصاد رييس جنت ګل شرافت وويل، د ملي بوديجې په سند کې د بلخ لپاره د ۱۳۹۶ لمريز کال بوديجه ۶۱ ميليونه امريکايي ډالره ځانګړې شوې ده.
نوموړی زياته کړه، دغه بوديجه به د ياد ولايت په ټولو سکتورونو کې تر خپلې کچې د بېلا بېلو پروژو په عملي کېدو ولګول شي.
هغه د کرنې، کليو او پراختيا، معارف، امنيت، روغتيا او د خصوصي سکتور وده ياده کړه، چې د يادو پروژو ډېره برخه جوړوي.
همداراز د بلخ ولايت مقام سکتوري او تخنيکي رييس ذبيح الله اختري پژواک ته وويل، که چېرې ياده بوديجه سل په سلو کې په سمه توګه عملي شي، نو د بلخ ولايت ډېري ټولنيزې اړتياوې به ورسره پوره شي.
خو د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل، د ملي بوديجې له اړخه عملي کېدونکې ډېری پروژې د هېواد په کچه د فساد ښکار کېږي.
نوموړي زياته کړه، ډېری دغه پروژې د زورواکو، د پارلمان د وکيلانو او د وزيرانو د خپلوانو په ولکه کې وي.
خو حديد د کوم ځانګړي شخص نوم په ډاګه نه کړ.
د هغه په وينا، که څه هم ولسمشر د پروژو په عملي کېدو د روڼتيا راوستو په برخه کې ډېرې هڅې کوي؛ خو لا هم داسې زمينه نه ده برابره شوې، چې دغه هڅې دې سم رنګ راوړي.
login or register a new account.