Language

د پکتیکا په برمل کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو ترمنځ نښته شوې

 

ښرنه (پژواک، ٢٢ غويى ٩٦): د پکتيکا مسوولين وايي، د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې د افغان ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو تر منځ نښته شوې ده.

د دغه ولايت د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د افغان پوله ساتو او پاکستانيو ملېشو تر منځ نږدې درې ساعته سخته وسله واله شوې ده چې افغان لوري ته په کې هېڅ زيان نه دی اوښتی.

هغه زياته کړه، نښته هغه مهال پيل شوه چې پاکستانۍ ملېشو د افغان پوله ساتو ځواکونو پر پوستو انداختونه پيل کړل او په مقابل کې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

د ده په وينا، د پاکستان ملېشو ته زيان اوښتی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

د برمل اوسېدونکي او د وزيرو شورا مشر حاجي قدرت الله پژواک ته وويل، له تېرو دوو مياشتو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د پاکستان ملېشو د تاسيساتو پر جوړولو سربېره په ګڼو نورو لاسوهنو لاس پورې کړی دى.

هغه زياتوي: ((پاکستانيو ملېشو د انګور اډې د ځوابه په غره کې پوځي تاسیسات جوړ کړل، د خواجه خدر د غره د لمنې ونې يې ووهلې او ان تر دې چې په پوله ساتو يې انداختونه وکړل.))

د نوموړي په خبره، افغان ځواکونو او د پاکستان ملېشو له تر منځ د شپې ۸ بجي نښته پيل شوه او د شپې تر ۱۱ بجو يې دوام وکړ چې افغان ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو مقابل لورى تلفات لري.

د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل، افغان حکومت دغه ولايت او د برمل ولسوالۍ ستراتيژيکو نقطو او خلکو ته پاملرنه نه کوي چې له امله يې هره ورځ پاکستانۍ ملېشې په دې ولسوالۍ کې لاسوهنه او تېری کوي.

برمل د پکتيکا له سرحدي ولسواليو څخه ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ۳۶۵ کيلومتره ګډه پوله لري.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.