ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا په تګاب کې له ۱۶ کلونو وروسته د نجونو یو ښوونځی فعال شو

د کاپیسا په تګاب کې له ۱۶ کلونو وروسته د نجونو یو ښوونځی فعال شو

author avatar
12 May 2017 - 11:11
د کاپیسا په تګاب کې له ۱۶ کلونو وروسته د نجونو یو ښوونځی فعال شو
author avatar
12 May 2017 - 11:11

محمودراقي (پژواک، ٢٢ غويى ٩٦): د کاپيسا چارواکي وايي، په تګاب ولسوالۍ کې وروسته له شپاړسو کلونو د نجونو یو ښوونځي فعال شو.

دغه څرګندونې د کاپيسا د پوهنې رييس محمد نسيم پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل، د تګاب په سوېلي برخه شينکي سيمه کې د قومي مشرانو په هڅو د نجونو لپاره لومړنى ښوونځى جوړ شو چې د تدريس چارې يې تېره ورځ په يوه شخصي کور کې پيل شوې.

نوموړی زیاتوي: ((د تګاب له قومي مشرانو سره مې لومړی خبرې وکړې، بیا مې دوی کاپیسا ته راوستل، له والي صېب سره یې هم خبرې وکړې،  سږ کال وتوانېدو چې په تګاب کې دا څانګه پرانيزو او د دې ساتنه هم قومي مشران کوي.))

د ده په خبره، اوسمهال په دې ښوونځي کې پنځوس تنه نجونې زده کړې کوي او ښايي دا شمېره لوړه شي، د هغوى د تدرسي چارې اوس د پنځو ښوونکو له خوا پرمخ وړل کېږي.

ده زياته کړه، د روان کال په اوږدو کې به دغه ښوونځي ته ودانۍ هم جوړه شي.

د هغه په وينا، دوى کوښښ کوي چې د تګاب د ښځينه کوونکو لپاره د نورو ولسواليو په پرتله لوړ معاشونه هم ورکړي.

د تګاب د مرکز سيمې اوسېدونکى احمد خالد وايي، د مخکني ولسمشر حامد کرزي په لومړيو کلونو کې د تګاب په قورغل سيمه کې د نجونو ښوونځيو لپاره دوه ودانۍ جوړې شوې، خو د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو په نښتو کې ويجاړې شوې دي.

دى زياتوي، تر اوسه د امنيتي ستونزو له امله د نجونو يو ښوونځى هم نه و.

تګاب د کاپيسا سوېل لور ته پرته ولسوالي ده چې ډېرې برخې يې نا امنې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.