ایبک (پژواک، ۲۲ غویی ۹۶): د سمنګان ولایتي شورا د دغه ولایت پر روی دواب ولسوالۍ باندې د لسګونو وسله والو د برید خبر ورکوي او وايي چې د دې ولسوالۍ ودانۍ د وسله والو مخالفینو له خوا کلابنده شوې ده.
د سمنګان ولایتي شورا غړي قاضي نقیب الله تاتار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وسله والو له خوا دغه برید تېره ورځ مخکې له غرمې لس بجې پیل شو، د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه لا هم دوام لري.
هغه د دې تر څنګه چې د دې ولسوالۍ لس سیمې طالبانو نیولې، زیاتوي: ((د سمنګان د روی دواب ولسوالۍ مرکز دمګرۍ د وسله والو مخالفینو تر کلابندۍ لاندې دی.))
د یادې ولسوالۍ د پای تنګي سیمې یوه اوسېدونکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، پژواک ته وویل، له پرون مازدګر راهیسې په سیمه کې سخته جګړه پیل شوه چې په نتیجه کې یې تر اوسه درې ملکي وګړي وژل شوي دي.))
د هغه په خبره، روی دواب د بغلان د تاله برفک او دهنه غوري له نا امنو ولسوالیو سره ګډه پوله لري او وسله والو هم د دغو ولسوالیو له لوري برید کړی دی.
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیز هم د روی دواب د کلابندۍ د تایید تر څنګ وویل چې تر اوسه د تلفات شمېر نه دی معلوم.
هغه څرګنده کړه چې سلګونه تازه دمو سرتېرو د یادې ولسوالۍ پر لور حرکت کړی او ښايي د هغو په رسېدو یاده ولسوالۍ د مخالفینو له محاصرې ووځي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP