Language

ښرنه کې د څلورو دولتي مارکېټونو د جوړولو چارې پیل شوې

ښرنه (پژواک، ٢٣ غويی ٩٦): د پکتيکا ولايت په مرکز کې د ١١ ميليونه افغانيو په لګښت د څلورو دولتي مارکېټونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د غويي په ٢٣مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا ښاروال محمد کريم کټوازي وويل چې دغه څلور مارکېټونه به د يو کال په موده کې په مرکز ښرنه کې ورغول شي.

د هغه په وينا، د دغو مارکېتونو د جوړېدو پېسې د ولسمشرۍ له ځانګړې کوډ څخه ورکول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه مارکېټونه به د تجارانو لپاره د کاروبار مناسب ځاى برابر کړي او هم به د ښاروالۍ عوايد ورسره لوړ شي.))

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل، هڅې کوي څو په دغه ولايت د سوداګرو او نورو لپاره کاري اسانتياوې رامنځته کړي.

هغه د يادو مارکېټونو په جوړېدو خوښي وښوده او د پکتيکا له سوداګرو يې غوښتنه وکړه چې د نورو ولايتونو او هېوادونو پر ځاى دې په خپل ولايت کې پانګونه وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د دوکاندرانو اتحاديې مشر سردارولي وويل که چېرې په دغه ولايت کې امنيت ټينګښت ومومي او سوداګرو لپاره صنعتي پارک جوړ شي، نو هغوى چمتو دي چې پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ په پکتيکا کې د ټولو مارکېټونو او دوکاندارنو ځايونه بېل کړي څو خلک په اسانه وکولاى شي، خپل د ضرورت وړ شيان ترلاسه کړي او په دې کار سره ښار هم ښايسته شوى دى.))

پکتيکا د افغانستان د کرنيزو ولايتونو له ډلې څخه دى چې ډېرى اوسېدونکي يې په کرنه بوخت دي، خو ډېرى وخت یې کروندګر خپلو توليداتو ته د بازار د نه شتون له امله شکايت کوي.

login or register a new account.