بيجنګ (پژواک، ٢٤ غويى ٩٦): د "يو کمربند يوه لاره" تر نامه لاندې د نړۍ د درېيو لويو وچو نښلوونکې پروژې په اړه نړيوال کنفرانس د چين په پلازمېنه بيجنګ کې نن پيل شو.
په دې دوه ورځني کنفرانس کې د نړۍ د ٣٠ هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزيرانو او نورو استازو برخه اخيستې ده.
دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي او د يو شمېر نورو نړيوالو ادارو او سازمانونو استازو هم په کې ګډون کړى دى.
په بيجنګ کې د افغانستان د سفارت يوې سرچينې د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان له لوري د زېربنا، معلوماتي ټکنالوجۍ او بشري سرچينو په چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر محمد همايون قيومي په مشرۍ پلاوي برخه اخيستې وه.
سرچينې زياته کړه، په افغان پلاوي کې د سوداګرۍ وزير همايون رسا، د افغانستان د اورګاډي ادارې رييس يما شمس، د ماليې وزارت د ګمرکاتو رييس رشاد پوپل، د افغانستان او چين د دوستۍ ټولنې مشر او د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانى وزير سيد مخدوم رهين او په بجينګ کې د افغانستان سفير جانان موسى زى شامل دي.
د چين ولسمشر شي جي پينګ دغه نړيوال کنفرانس ته پرانيستونکې وينا وکړه او راغلو پلاوو او مېلمنو ته يې ښه راغلاست وويل.
د ورېښمو د تاريخي لار د بيا فعالولو پلان د چين د اوسني ولسمشر له خوا په ٢٠١٣ زېږديز کال کې وړاندې شوى او نن يې ورته عملي بڼه ورکړه او رسماً يې پرانيست.
د چين ولسمشر وويل چې دغه پروژه به اسيا، اروپا او افريقا له يو بل سره ونښلوي او له اقتصادي اړخه به يې ګټې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته ورسېږي.
ده زياته کړې: ((څو کاله مخکې د لومړي ځل لپاره په قزاقستان کې د يوه کنفرانس پر مهال مې په دې اړه وړانديز کړى و، د ورېښمو لارې په اړه تر اوسه تر ٥٠ پورې هېوادونو د همکاريو لاسليکونه کړي دي.))
هغه د ورېښمو لارې پروژې لپاره د خپل هېواد له لوري د ١٢٤ ميليارده ډالرو ورکولو اعلان وکړ او وې ويل چې دا به د ازادې سوداګرۍ تر څنګ د سولې لپاره هم لاره وټاکي.
نوموړي په خپله وينا کې د هېوادونو تر منځ د شخړو، دښمنۍ او سفارتي زور ښودنې د پخوانيو لارو چارو پر له منځه وړو ټينګار وکړ.
د چين ولسمشر ويلي چې له دې پروژې سره به هېوادونو ته له يو بل سره د ازادو سوداګريزو اړيکو زمينه برابره شي او په نړيواله کچه به سوداګري او اقتصاد وده وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن