غزني ښار (پژواک، ٢٥ غويی ٩٦): د غزني د ولايتي شورا ځيني غړي او اوسېدونکي وايي چې د دوو مياشتو په تېرېدو سره اوس هم د ځينو سيمو ښوونځيو ته پوره درسي کتابونه نه دي رسېدلي.
د غزني ښار د شاه مير لېسې زده کوونکي عبدالله د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې د اړوندو مسوولينو له لوري ورته نيمايي درسي کتابونه ورکول شوي دي.
هغه وايي: ((زه يوولسم ټولګي کې يم، هر کال موږ ته کتابونه نيمايي راکوي، په درس کې بيا مشکل راته پيدا کېږي، استادان مو هم بيا ناکاموي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دوى ته تر اوسه د کيميا او فزيک تر څنګ يو شمېر نور درسي کتابونه هم نه دي ورکړل شوي.
دغه راز د غزني د ده يک ولسوالۍ د امام سيد حاجي لېسې د ١٢ ټولګي زده کوونکي نورالرحمن هم پژواک ته وويل چې سږ کال دوى ته نيمايي درسي کتابونه ورکړل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((زموږ په مکتب کې اوس هم د لسو کلونو پخواني نصاب، درسي کتابونه دي چې شايد له نوو سره فرق ولري خو تر اوسه ټول نوي کتابونه موږ ته نه دي راکړل شوي.))
په غزني کې د مدني ټولنې غړي محمد کاظم هم پژواک ته وويل چې په ډېرو ښوونځيو کې زده کوونکو ته پوره کتابونه نه دي ورکړل شوي.
هغه وايي: ((په ښوونځيو کې ډېرى وخت دغه شان مشکلات وي چې بيا همدا کار لامل کېږي چې شاګرد له مکتب نه بې سواده فارغ شي.))
ده ټينګار وکړ چې اړوند چارواکي بايد هر څه ژر په ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره درسي کتابونه بشپړ کړي.
دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي حميدالله سروري پژواک ته وويل چې د نږدې دوو مياشتو په پوره کېدو سره تر اوسه زده کوونکو ته بشپړ درسي کتابونه نه دې ورکړل شوي.
هغه زياته کړه، زده کوونکي ته چې کتاب ورنه کړل شي نو څنګه به وکولاى شي د کانکور په ازموينه کې بريالي شي.
د هغه په وينا، د پوهنې وزارت له لوري سږ کال نوي کتابونه چاپ شوي، په بازار کې هم نه پيدا کېږي چې زده کوونکي يې له بازار څخه ترلاسه کړي.
د غزني د پوهنې رياست چارواکي هم ياده ستونزه مني.
د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد پژواک ته وويل چې د يو شمېر سيمو ښوونځيو ته نيمايي درسي کتابونه ورکړل شوي دي.
هغه وايي: ((ما د پوهنې له وزارت څخه د دوه ميليونه کتابونو غوښتنه کړې وه خو راته يوه ميليون يې لېږلي دي.))
د عابد په وينا، د پوهنې وزارت ورسره ژمنه کړې چې پاتې نور کتابونه به په لنډ وخت کې غزني ته انتقال شي.
د غزني د چارواکو د معلوماتو له مخې، په اندړو، مقر، قره باغ، ګيلان، رشيدان، خوږياڼي، واغظ، زنخان او ځينو نورو سيمو کې يو شمير ښوونځيو ته پوره کتابونه نه دي رسېدلي.