لښکرګاه (پژواک، ٢٥ غويی ٩٦): د هلمند په دوو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ١١ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د غويي په ٢٥مه پژواک ته وويل چې پرون د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې شپږ طالبان وژل شوي، د ملي اردو یو سرتېرى او څو طالبان ټپيان دي.
دغه راز ځاځي وويل چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په ريګرېشن سيمه کې هم د امنيتي ځواکونو د کمين په ترڅ کې درې طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي چې د دغه کمين په ترڅ کې د وسله والو طالبانو يو کرولا موټر، يو کلاشينکوف، يو راکټ او دوه مخابرې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن محمد زمان همدرد هم د ګرشک پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې طالبان په دې سيمه کې راټول شوي او غوښتل يې چې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي.
هغه وايي: ((دغه طالبان د امنيتي ځواکونو له کمين سره مخ شول چې په ترڅ کې درې طالبان ووژل شول او نور يې وتښتېدل.))
همدرد دا هم وويل چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه کې دوه طالبان د امنيتي ځواکونو په بريد کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ طالبانو د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د هزاره ګانو کلا په سيمه کې درې امنيتي سرتېري وژلي دي.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د شپږ نورو يې بيا يوازې مرکزونه د حکومت په کنټرول کې دي.
login or register a new account.