Language

پکتيکا کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړه شوه

ښرنه(پژواک،٢٥غويى ٩٦): د پکتيکا والي د دې ولايت له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د امنيت د ټينګښت په موخه له افغان امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ  وکړي.

دغه څرګندونې د پکتيکا والي الياس وحدت د غويي په ٢٥مه د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د دې ولايت د اوسېدونکو له لوري د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ځوانانو په استازيتوب شېر احمد فيضي وويل چې افغان امنيتي ځواکونه په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه هره ورځ قربانۍ ورکوي.

ده وويل چې خلک هم بايد له امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي، څو هېواد سولې ته لار پيدا کړي.

هغه زياته کړه: (( د پکتيکا خلک له خپلو امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ کوي او له هغوى سره هر راز مرستې هم کوي ترڅو د وسله والو پر وړاندې تل بريالي ووسي.))

دغه راز په دې غونډه کې قومي مشر ملک ظاهر خان وويل چې په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو په پکتيکا کې د افغان دولت وسله وال مخالفين ځپلي دي.

هغه وايي: (( له امنيتي ځواکونو د خلکو ملاتړ د دې لامل شوى چې زموږ ځواکونه د مخالفينو ټول پلانونه شنډ کړي.))

بل قومي مشر ايوب خان وويل چې د اړتيا پرمهال د پکتيکا اوسېدونکي چمتو دي، ترڅو له امنيتي ځواکونو سره يوځاى د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا والي الياس وحدت له خلکو مننه وکړه چې له امنيتي ځواکونو څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

وحدت له خلکو وغوښتل چې په هېواد کې د امنيت د تامين په موخه له امنيتي ځواکونو سره هر راز مرسته او همکاره  وکړي.

د غونډې په پاى کې يادو کسانو يو شمېر امنيتي سرتېرو ته ګلان هم په غاړه کې واچول.

د يادونې ده چې پکتيکا د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې ډيرى سيمې يې اوس هم د افغان دولت د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي.

login or register a new account.

Related Topics