ايبک (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): سمنګان ولايت کې يو شمېر لاريون کوونکي وايي، چې که چېرې ولسمشر غني د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم واکونه ورنکړي؛ پر پراخه لاريونونو به لاس پورې کړي.
جنرال دوستم په وروستي يوه کال کې، څو ځلې له دې امله چې د ولسمشر له لوري اړين واکونه نه دي ورکړل شوي؛ پر ولسمشر نيوکې کولې. په وروستيو مياشتو کې د جنرال دوستم له لوري پر ايشچي د جنسي ځورنې د تور له امله د دواړو لوريو ترمنځ اړيکې لاپسې خرابې شوې، چې له امله يې دوستم له مياشتو راهيسې خپل کاري دفتر نه دى حاضر شوى.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ولسمشر مېرمنې له يوې بهرنۍ رسنۍ سره د خبرو پر مهال ويلي و، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم په خپل کور کې کلابند دى، خو د نوموړي دفتر بيا دا څرګندونې رد کړې دي.
نن د سمنګانو ولايت په مرکز ايبک ښار کې د جنرال دوستم شا وخوا دوه زره پلويانو په لاريون لاس پورې کړى و، چې په ترڅ کې يې دوستم د هېواد د ترکمنو رښتينى استازى وباله او په حکومت کې يې د ترکمنو په اړه د مشخص مقام او عدالت غوښتنه وکړه.
د اسلامي ملي جنبش د ولايتي شورا سرپرست حاجي عبدالواسع، په ياد لاريون کې د خبرو پر مهال وويل، له لاريون څخه يې موخه د يوه قوم پر وړاندې د حکومت له چلند نيوکه کول دي.
نوموړي ادعا وکړه، چې په ارګ کې ناستو کسانو، واک ته له رسېدو وروسته د قومونو ترمنځ نفاق او د هېواد د سياسي مخورو په ځانګړي ډول د جنرال دوستم پر وړاندې له تبعيض ډک چلند ته دوام ورکړى دى.
هغه ګواښ وکړ، که چېرې ولسمشر محمد اشرف غني، جنرال دوستم ته د اساسي قانون په چوکاټ کې قانوني واکونه ورنکړي، نو واټونو او کوڅو ته به راووځي او پر پراخه لاريونونو به لاس پورې کړي.
د لاريون کوونکو په لاس ماده يي پرېکړه ليک کې راغلي: "موږ له قومي تبعيض ډک سياست او يوې څنډې کولو ته پر سياسي انګېزې ولاړ پروګرامونه په کلکه غندو او د ملي يووالي حکومت په جوړښت کې د ټولو قومونو لپاره ټولنيز عدالت او مشارکت غواړو."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP