کلات(پژواک،٢٦غويى٩٦): د زابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د کلات ښار په څنډو کې هغه دوه ښوونځي چې له تېرو ١٢ کلونو راهیسې تړل شوي، بېرته زده کوونکو پرمخ پرانيستل شول.
د دې ولایت د پوهنې ریاست ښاري مدیر حاجي عبدالرزاق د غويي په ٢٦ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ښوونځي د کلات ښار جنوب ختیځ ته خالا او سیدجان په کلیو کې موقعیت لري چې مخکې د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي وو.
نوموړي وویل چې د سیمه ییزو اوسېدونکو په همکاري وتوانیدل چې دغه ښوونځي بېرته پرانیزي چې په لومړۍ ورځ ورته شاوخوا څلور سوه نجونو او هلکانو نوم ليکنه وکړه.
د ده په خبره، تر دې وړاندې په دې سيمو کې نړيوال ګډون پروګرام (GPE) له لارې زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېدې.
په زابل کې د همدې پروګرام مسوول عبدالناصر جمال وايي چې له تېرو دوه کلونو راهيسې دوى د يادو ښوونځيو د خلاصولو هڅې کولې چې بالاخره دې موخې ته ورسېدل.
نوموړي وویل، د دوى اداره به د لوجستیکي تر څنګ له دغه هر پرانیستي ښوونځي سره د څه پاسه درې سوه زره افغانیو نغدي مرسته هم وکړي تر څو هغوى ورباندې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د جمال په وینا، د زابل په نورو سیمو کې هم د دوى هڅې روانې دي تر څو ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيزي.
د سیدجان د کلي اوسیدونکي عبدالقادر پژواک ته وویل چې د سيمې خلکو د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته قناعت ورکړ، ترڅو د ښوونځيو بيرته پرانېستلو ته يې اجازه ورکړي.
هغه زياته کړه: (( که هرڅوک بيا د ښوونځيو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي نو موږ به يې مخه ونيسو.))
هغه د يادو ښوونځيو پر بېرته خلاصېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې تر دې وړاندې د دې سيمې ډير اوسېدونکي له زده کړو بې برخې وو.
د زابل د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له ٢٥٠ ښوونځيو څخه نيمايي د نا امنو له امله د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP