Language

چارواکي: په لوګر کې ٢٧وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم(پژواک،٢٦غويى٩٦): د لوګر په مرکز او بره کي برک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د والي وياند سليم د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز اړوند په بابوس، سرسنګ، الوزيو، زرداد کلا او بره کي برک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده .

هغه وايي چې په دې جګړه کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ طالبان او څلور امنيتي سرتېري ټپيان دي.

هغه زياته کړه: (( په دې سيمو کې موږ چاڼيز عمليات پيل کړي او دا لړۍ به دوام ولري.))

د بابوس د سيمې يوه اوسېدونکي داوود پژواک ته وويل چې تېره شپه سيمې ته امنيتي ځواکونه ورغلي وو.

هغه وايي: (( دلته د طالبانو او عسکرو ترمنځ جګړه وشوه او څو ساعته يې دوام وکړ.))

ده زياته کړه چې په دې جګړه کې شپږ طالبان او د کلي يو ښوونکى وژل شوي دي.

 د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب پژواک ته وويل چې تېره شپه د بابوس لېسې ښوونکى محمد عمران د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې وژل شوى دى.

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه د لوګر په الوزيو سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ٢٥ امنيتې سرتېري او يو طالب وژل شوي او درې طالبان ټپيان دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.