Language

په غزني کې پر یوه موټرسایکل د دوو کسانو سپرېدل منع اعلان شول

غزني ښار (پژواک، ٢٧ غويی ٩٦): د غزني امنيتې چارواکي وايي چې له دې وروسته پر يوه موټرسايکل دوه کسان نه شي سپرېدلى او هغه څوک چې له دغه امره سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه له دې وروسته دوو کسانو ته پر یوه موټرسایکل د سپرېدو اجازه نشته.

هغه زياته کړه: ((ډېر وخت طالبان پر موټرسايکل دوه کسان کېني، نو د خلکو د امنيت لپاره موږ دا کار کړى دى، څو طالبان هم ونه شي کولاى په يو موټرسايکل دوه تنه سپاره شي.))

امرخېل وايي، پوليسو ته يې هدايت ورکړى که چېرې پر يو موټرسايکل دوه کسان ولیدل شول نو قانوني چلند دې ورسره وکړي.

خو امرخېل د قانوني چلند د څرنګوالي په اړه معلومات ور نه کړل.

امنيه قوماندان دا هم وويل چې د موټرسايکلونو ترڅنګ يې په غزني ښار کې قمار او قيلون خونې هم بندې کړې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل چې امنيه قومانداني دغه امر يوازې پر عامو خلکو پلى کوي.

هغه وايي: ((يوازې عام خلک نه پرېږدي چې دوه تنه پر يوه موټرسايکل سپاره شي، خپلو پوليسو ته هېڅ نه وايي او ډېر وخت خو طالبان د پوليسو په جامو کې راځي نو بايد دغه امر پر پوليسو هم عملي کړي.))

ده ټينګار وکړ چې د موټرسايکل په برخه کې دغه حکم دې پر ټولو يو شان پلى شي.

په غزني کې قومي مشر معلم عبدالرزاق  بيا له خلکو غوښتنه وکړه چې په ياده او د امنيت د ټينګښت په نورو برخو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

هغه وايي: ((په ښار کې ټول بریدونه همدې موټرسایکل سپرو کول، باید بند شي زه له پولیسو غواړم هر څوک چې له یوه موټرسایکله د دوو کسانو لپاره کار اخلي، باید بندي شي.))

د يادونې ده، شاوخوا درې کاله وړاندې ملي شورا پر موټرسايکل د دوو تنو سپرېدو د منع مصوبه تصويب کړه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.