ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د دوو قومونو تر منځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سره جګړه شوې

د خوست د دوو قومونو تر منځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سره جګړه شوې

author avatar
18 May 2017 - 11:40
د خوست د دوو قومونو تر منځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سره جګړه شوې
author avatar
18 May 2017 - 11:40

خوست ښار (پژواک، ٢٨ غويى ٩٦): په خوست ولايت کې د دوو قومونو تر منځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر بيا وسله واله  جګړه رامنځته شوې او سپکې او درنې وسلې يې کارولې دي.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا جګړه پرون سهار پيل او تر تېرې شپې پورې يې دوام درلود.

هغه زياته کړه چې د نادرشاه کوټ او موسى خېلو ولسوالۍ تر منځ د بازي په سيمه کې  د منګلو او مقبلو قومونو تر منځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر جګړه شوې ده.

ځدراڼ وايي چې جګړه اوس پاى ته رسېدلې او ځايي اداره هڅه کوي چې له دواړو لورو سره په همغږۍ دا ستونزه هواره کړي.

د والي وياند په دې جګړه کې  د درنو وسلو کارول رد کړل.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي، په دې جګړه کې د دواړو قومونو له لوري هاوان، ماشيندار، راکټ، پيکا او نورې درنې وسلې هم کارول شوې او په دې جګړه کې د منګلو له لوري دوه تنه تپيان شوي دي.

د  مقبلو سيمې يوه اوسېدونکي سعيد الرحمن وايي چې دواړو لورو ټوله ورځ جګړه کې او پر يوه بل يې د درنو او سپکو وسلې ډزې کولې.

د منګلو يوه قومي مشر خالق خان وايي چې د پخواني والي عبدالجبار نعيمي پر مهال دا  لانجه هواره شوې وه، خو اوسنۍ اداره يې تورنه کړې، چې د دې روغې جوړې د تړون په عملي کولو کې ناغېړي  کوي.

خو د والي وياند مبارز ځدراڼ وويل چې څو ورځې مخکې د ولسمشر په سپارښتنه يو پلاوى د دې موضوع د څېړلو لپاره راغلى و، خپلې څېړنې يې کړې او ولسمشر ته يې وړاندې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.