ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کلات کې چاودنې دوه ماشومان وژلي

په کلات کې چاودنې دوه ماشومان وژلي

author avatar
18 May 2017 - 12:13
په کلات کې چاودنې دوه ماشومان وژلي
author avatar
18 May 2017 - 12:13

کلات  (پژواک، ٢٨ غويى ٩٦): چارواکي وايي چې د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې  د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس  ته وويل چې د مرکز کلات شمال لور ته د اومکي په سيمه کې وسله والو طالبانو د يوې فرعي لارې پر سر ماين خښ کړی و، څو امنيتي ځواکونه په نښه کړي.

خو هغه زياته کړه چې ياد ماين پر هغو دوو ماشومانو چاودېدلى چې خپلو کورنو ته په لاره وو او دواړه وژل شوي دي.

سيال وايي له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او د پېښې قربانيان يې روغتون ته ولېږدول.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.