ښرنه (پژواک، ٢٨ غويی ٩٦): په پکتيکا کې د ماين چاودنې له امله دوه ښځې وژل شوې او درې نور ملکي وګړي ټپيان دي.
د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخې د تروې ولسوالۍ په کوټنې سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه ښځې وژل شوې، يوه نجلۍ او دوه نور ماشومان ټپيان دي.
اياز وايي چې د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي خو د ماشومانو روغتيايي وضعيت ښه نه دى.
ده تور پورې کړ چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى وو او زياته يې کړه: ((طالبانو تل دغه شان ماينونه ځاى پر ځاى کوي چې بيا يواځې ملکي خلک يې ښکار کطږي.))
اياز وايي چې طالبان د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د مخامخ جګړې توان نه لري نو ځکه تل په لويو لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هڅه مو وکړه چې د يادې چاودنې په اړه د تروې ولسوالۍ د اوسېدونکو نظر هم واخلو خو په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د کار نه کولو له امله بریالي نه شوو.
login or register a new account.