Language

د لوګر په محمداغه کې چاودنې د يوې کورنۍ ١١ تنه ووژل

پل علم (پژواک، ٢٩ غويى ٩٦): د لوګر ولايت په محمداغه ولسوالۍ کې پر يو سراچه موټر د ماين چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ١١ تنه ووژل شول.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملکي وګړو پر موټر د ماين دغه چاودنه نن غرمه مهال د محمداغې ولسوالۍ زرغون ښار سيمې ته څېرمه وشوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې پنځه ماشومان، پنځه ښځې او يو سړى وژل شوي دي.

دى وايي، دغه ١١ تنه د محمداغې د برګ نومي سيمې اوسېدونکي دي او د واده په  مراسمو کې د ګډون لپاره  زرغون ښار ته روان وو چې چاودنه پرې وشوه.

صالح وويل چې د دې کسانو سراچه موټر هم له منځه تللى دى.

هغه دعوه کوي چې دغه ماين د دولت وسله والو مخالفينو ځاى پر ځاى کړى دى، خو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د زرغون ښار اوسېدونکي محمد عزيز هم په ياده چاودنه کې د يوې کورنۍ د ١١ تنو وژل کېدل تاييدوي او وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه. 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.