غزني (پژواک، ٢٩غويى ٩٦): وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې د غزني د ګيلان ولسوالۍ د پاڅونکوونکو قوماندان عبدالرحيم په ډزو وواژه.
د ګيلان ولسوال عبدالکريم تره کي پژواک خبري اژانس ته وويل، عبدالرحيم چې د ګيلان د جهنډې بازار ته څېرمه پلى روان، يو تن موټرسايکل سپور وسله وال طالب څو ګولۍ په سر، سينه او نور بدن ويشتلى و.
هغه وايې چې وروسته بريدکوونکى له سيمې څخه تښتېدلى و.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ګيلان د پاڅونکوونکو مشر د دوى کسانو وژلى دى.
login or register a new account.