مزارشريف (پژواک ۳۰ غويى ۹۶): رسنۍ له ځوانانو سره د کار موندنې په برخه کې مهم رول لوبولی شي، بايد دغې برخې ته پام وکړي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ښوونيز سيمينارونه او د ځوانانو لپاره د کار موندنې تر سرليک لاندې د شمال زون د خبريالانو ټولنې لخوا يو ورځنی سيمينار جوړ شوی و.
د ياد سيمينار ګډونوالو له رسنيو وغوښتل چې داسې پروګرامونو ته بايد ډېر ارزښت ورکړي چې له ځوانانو سره د کار موندنې په برخه کې ورسره مرسته کوي.
د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مشر ګلاب شاه باور پژواک خبري اژانس ته وويل، ننني سيمينار کې د ځوانانو د کار موندنې په برخه کې بحث وشو.
نوموړي زياته کړه، په دې برخه کې ډېر بحث د رسنيو په رول وشو چې څرنګه له ځوانانو سره مرسته کولی شي.
د هغه په وينا، که چېرې رسنۍ د کارموندنې په برخه کې د ځوانانو لپاره معلوماتي پرګرامونه ولري؛ نو اغېز به يې خورا ډېر وي.
د ياد سيمينار ګډونوال محمد حليم پژواک ته وويل، رسنۍ د ځوانانو لپاره د کار موندنې په برخه کې د لارې ښودو هېڅ پروګرام نه لري.
نوموړي زياته کړه، رسنۍ بايد داسې پروګرامونه وړاندې کړي چې د بې روزګاره ځوانانو لپاره د زغم د لارې ښودو تر څنګ هغوی ته د دندې پيدا کېدو لارې چارې هم ور زده کړي.
د بلخ ولايت د اقتصادي چارو مشاور سنګر نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل، رسنۍ بايد له ځوانانو سره د کارموندنې په برخه کې له خصوصي سکتور سره نږدې اړيکه ولري.
نوموړي د بېلګې په توګه يادونه وکړه چې د فابريکو په تړاو، د شرکتونو په اړه داسې راپورونه جوړ کړي چې تعليم يافته ځوانان په کې د خپل ځان لپاره د کارموندنې لارې پيدا کړي.
که څه هم له تېرې لسيزې راهيسې په هېواد کې هر کال ډېر ځوانان د ليسانس او ماسټرۍ تر کچې له لوړو زده کړو فارغېږي؛ خو لا هم ډېری ځوانان له بې رزوګارۍ شکايت کوي او تر ډېره حکومت يې پر وړاندې پړ بولي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP